1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان امنيتي ځواک ته د انتقال پروسه رسماً پيل سوه

۱۳۹۰ تیر ۲۶, یکشنبه

د انتقال پروسه نن په رسمي توگه په بامیان ولايت کي پيل سوه او په لومړي ځل افغان امنيتي ځواکونه، د يو ښار امنیت په خپله ساتي. ټاکل سوې چي سبا به د مهترلام امنيتي چاري هم افغانانو ته وسپارل سي.

https://p.dw.com/p/11wwP
باميان
باميانانځور: dapd

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ويلي چي د هغو ۷ سيمو، چي په لومړي سر کي به يې امنيتي چاري افغانانو ته سپارل کيږي په روانه اونۍ کي بشپړي سي.

د باميان ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول ويلي چي په دې مراسمو کي د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو سر بيره په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عموموي قومندان جنرال ديويد پيتريوس د جاپان او نوي زيلاند هيوادونو سفيرانو هم گډون کړی و.

د افغانستان په دغه آرام مرکزي ولايت کي د امريکا د متحده ايالاتو، نوي زيلاند او سينگاپور ډير لږ ځواکونه مېشت ول.

باميان د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چي په تيرو لسو کلونو کي د ناامنۍ پيښ د گوتو په شمېر پکښي ليدل سوي يا اوريدل سوي دي.

د تيرکال د ليزبن تړون له مخه ناټو په پلان کي لري، چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه ټول پوځي ځواکونه د افغانستان څخه وباسي او امنيتي مسووليت په خپله افغانانو ته ور وسپاري.

په روان وخت کي په افغانستان کي شاوخوا ۱۴۰ زره بهريني ځواکونه مېشت دي.

Afghanistan Armee NO FLASH
انځور: picture-alliance/dpa

پر امريکا، المان او برتانيې سربيره تيره اونۍ فرانسې هم اعلان وکړی چي د راتلونکي کال تر پايه به خپل زر تنه سرتيري د افغانستان څخه وباسي.

ټاکل سوې چي تر باميان وروسته به سبا، د لغمان د مرکز مهترلام امنیتي چاري هم افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل سي.

په باميان ولايت کي د پي ارټي يا ولايتي بيا رغوني ډلي مسوولين وايي چي د پروسې تر انتقال وروسته به هم په دغه ولايت کي پاتيږي.

« موږ به دلته پاته يو تر څو په دغه ولايت کي د بيا رغوني پروژې تر سره او تکملي کړو. د خلکو انديښنو ته په کتو سره موږ به هر هغه څه کوو چي خلک يې غوښتنه کوي.»

يو شمېر افغانان په دې نظر دي چي افغان امنيتي ځواکونه تر اوسه پوري ددې جوگه نه دي چي د يو ښار يا حتي د يوې ناحيې امنيتي مسوليت په غاړه واخلي.

خو افغان چارواکي او بهرني قومندانان په دې نظر دي چي افغان پوليس يې د درو مياشتو په موده کي ښه روزلي دي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی