1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان امنيتي ځواک خانشين ولسوالي بيرته نيولې ده

۱۳۹۴ آذر ۲۷, جمعه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د هلمند د خانشين ولسوالي ئې د جمعې په ورځ بيرته له وسله والو طالبانو څخه نيولې ده. دغه ولسوالي څو اوونۍ دمخه طالب جنگيالیو نیولې وه.

https://p.dw.com/p/1HQ7O
Afghan National Army ANA Afghanistan
انځور: DW/H. Hashami

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال ايوب سالنگي د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۸مه) په کابل کي وويل چي امنيتي ځواکونو د هلمند خانشين ولسوالي بيرته نيولې ده: «افغان امنيتي ځواکونو دغه ولسوالي له دښمنانو پاکه کړې او هغوی ته ئې سخت تلفات اړولي دي.»

وسله والو طالبانو تر دې دمخه چي د هلمند خانشين ولسوالي ونيسي لښکر گاه ښار ته نژدې ئې خپل بريدونه پيل کړي ول او تر هغه د مخه ئې د موسي کلا او نوزاد ولسوالۍ هم په خپل کنترول کي راوستي وې.

افغان امنيتي ځواک په وارو وار شکايت کړې دی چي په ليرو پرتو ولسواليو کي د پوځي تجهيزاتو د کمښت له کبله ډېر وخت د مقاومت توان نه لري.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د راپور له مخي په دغه اوونۍ کي په افغانستان کي مېشتو ځانگړو امریکايي ځواکونو په هلمند کي د وسله والو طالبانو پرضد عملياتو کي برخه اخيستې ده.

ورځپاڼه لیکي چي امريکايي ځواکونه اوس په افغانستان کي په ډېري سختۍ سره په عملياتو کي برخه اخلي، نو له دې څخه ښکاري چي په دغه هيواد کي امنيتي وضعيت څومره خراب دئ.

خو په کابل کي مېشتو ناټو ځواکونو د عملياتو په اړه خبره نه ده کړې.