1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان امنيتي ځواک طالبان بيرته پر شا تمبولي

آژانسونه/ سعود جهش۱۳۹۴ اسفند ۲۰, پنجشنبه

افغان امنیتي ځواکونو، طالبان له ګریشک ولسوالۍ څخه پر شا تمبولي دي. چارواکو ويلي دې چي د ولسوالۍ د بیا نیولو په عملیاتو کې دوه افسران او شپږ برید کوونکي وژل شوي دي. تر دمخکي د مرگ ژوبلي شمېر زيات ښوول شوی وو.

https://p.dw.com/p/1IAJc
Afghanistan Kämpfe in der Prozinz Helmand
انځور: picture-alliance/landov/A. Aziz Safdary

د ګریشک ولسوالۍ د پولیسو قوماندان اسماعیل خان، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «په دې برید کې اته تنه پولیس وژل شوي هم دي.» هغه زیاته کړې ده چې په پیښه کې ملکي کسانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

تر دې مخکې نورو سیمه ایزو چارواکو ویلي ول چې په برید کې لږ تر لږه اته تنه پولیس او څلور تنه برید کوونکي وژل شوي دي، خو اسماعیل خان، دغه شمېر ناسم بللی دی.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ سهار پر ګریشک ولسوالۍ باندي يرغل وکړ. په دې پیښه کې لومړی درو تنو ځانمرګو برید کوونکو د ګریشک ولسوالۍ د پولیسو قوماندانۍ ودانۍ مخې ته ځانونه والوزول، څو نور ملګري یې وکولای شي ودانۍ ته ننوځي.

طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده

هلمند د افغانستان یو له ډیرو ناامنو ولایتونو څخه دی چې د نورو ټولو ولایتونو په پرتله ډیر کوکنار هم پکښې کرل کیږي. طالبان له لسو میاشتو راهیسې د ګرشک په ګډون د دې ولایت په شمالي برخو کې له حکومتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

په هلمند کي د وسله والو طالبانو یوه قوماندان تيره ورځ د جرمني خبري آژانس ته ويلي دي چي د دوی، لسو، ۴۰ او ۵۰ کسيزو ډلو پر ولسوالۍ يرغل کړی دئ. هغه زياته کړې ده چي اضافي ځواکونو ته اړتيا نه سته: «دغه جنگيالي به تر هغه وخته پوري جنگیږي، څو يا ئې ولسوالي نه وي نيولې او يا ټول مړه سوي نه وي.»

اوس د نورو په ګډون موسی کلا او نوزاد ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې دي. پر دې سربیره هغوی د هلمند ولایت په پنځو نورو ولسوالیو کې قسمي نفوذ لري. په دې ترتیب سره نو دولتي ځواکونه یوازي د هلمند ولایت په څلورو ولسواليو کې حضور لري.