1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغان ځواکونو د بدخشان زیباک ولسوالۍ بیرته نیولې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د پنجشنبې په ورځ د د افغانستان د ملي دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دوی د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ بیرته له طالبانو نیولې ده.

https://p.dw.com/p/2coMm
Afghanistan Armee Übungen
انځور: Reuters

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ چاڼیزو پوځي عملیاتو وروسته د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ بیرته په خپله ولکه کې راوستې.

دغه ولسوالۍ د تیرې اپریل میاشتې په ۲۸ نیټه دقیقاً هغه وخت چې وسلوالو طالبانو د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ، د طالبانو لاس ته ولویده.

د بدخشان ولایت د ولایتي شورا غړی، احمد جاوید جاوید، په داسې حال کې چې د دافغان امنیتي ځواکونو لخوا دې ولسوالۍ د بیرته نیولو پخلی یی کوو، وویل چې افغان هوايي ځواکونو د ولسوالۍ په داخل کې امنیتي سرتیري او د طالبانو ضد ځايي قیام کوونکي ښکته کړل او په دې توګه یې د زیباک ولسوالۍ له داخل څخه د طالبانو سنګرونه تر برید لاندې راوستل.

جاوید همدا راز وویل چې دغه چاڼیز عملیات لا هم ادامه لري او افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د زیباک ولسوالۍ په ګاونډ کې د وردوج ولسوالۍ هم د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي. نوموړی وايي چې د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ د طالبانو د اصلي پټنځای سیمه ده.

اوسمهال طالب اورپکې د بدخشان ولایت د وردوج او یمګان په نامه دوه ولسوالۍ تر خپلې ادارې لاندې لري. د طالبانو لخوا د خپلو پسرلنیو عملیاتو تر اعلان وروسته، دې ډلې وکولای شول چې ټولټال درې ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي. په دې ولسوالیو کې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالي، د فاریاب ولایت د غورماچ او د لنډې مودې له پاره د کندوز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ شاملې دي.