1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان امنیتي چارواکي: د کانونو امنیت ټینګ ساتو

میرویس جلالزی۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه

په وروستیو وختونو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې د عینک مسو کان د کیندلو چارې د ‏ځینو امنیتي ستونزو له کبله درول شوې دي خو افغان چارواکي دا خبره ردوي او ‏وایي چې د کانونو د امنیت ټینګولو له پاره يې ډیر پولیس ګومارلي دي.‏

https://p.dw.com/p/16gXq
Afghan Gaz Afghanistan

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي دا خبره مني چې یو شمیر بهرنۍ کړۍ ‏غواړي د افغانستان د کانونو د راسپړلو مخه ونیسي. خو هغوی پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې ‏امنیت به يې ټینګ کړي.‏

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، دویچه ویله ته په دې اړه وویل: «افغانستان ‏ډیر دښمنان لري چې په کې طالبان، القاعده او هغه استخبارتي کړۍ شاملې دي چې نه ‏غواړي افغانان پرمختګ وکړي. دغه ډلې هڅه کوي چې د افغانستان د کانونو د کیندنې مخه ‏ونیسي.»‏

که څه هم شاوخوا درې زره تنه پولیس د عینک مسو کان د امنیت ټینګولو له پاره ګومارل ‏شوی دي خو بیا هم کله نا کله د دغه کان پر کارکوونکو او هغو چینایي انجینرانو باندې ‏بریدونه کیږي چې له کابله د دې کان د چارو د څار له پاره سیمې ته سفر کوي. افغان ‏حکومت د عینک مسو کان د کیندلو تړون دوه کاله مخکې د ‏MCC‏ په نوم یوې چینایي ‏کمپنۍ سره لاسلیک کړی دی.‏

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی صدیقي هغو بهرنیو پانګوالو ته چې غواړي د افغانستان ‏د کانونو د کیندلو په برخه کې پانګونه وکړي ډاډ ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه به د ‏هغوی د پروژو امنیت ټینګ کړي. صدیقي وایي چې په لا ښه ډول د کانونو د امنیت د ‏ټینګولو له پاره نوي پلانونه نیول شوي دي.‏

افغان دولت له ۲۰۱۰ کال راهیسې د افغانستان د کانونو کیندلو ته ډیره توجه کوي او ‏غواړي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې د خپل مصرفونو یوه لویه برخه له خپلو کورنیو عوایدو ‏تمویل کړي.‏

د عینک مسو د کان تر څنګ په وروستیو وختونو کې د آمو سند د نفتي حوزې د سپړلو ‏تړون هم له یوې چینایي کمپنۍ سره شوی دی.‏