1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"افغان او امريکايي چارواکي د سولي په خبرو کي نرمي ښيي"

۱۳۹۰ بهمن ۴, سه‌شنبه

د اسلامي حزب يوه غړي او د دغي ډلي د مشر زوم غيرت بهير، ويلي دي چي متحده ايالاتو او افغان حکومت له دوی سره په خبرو اترو کي له نرمۍ څڅه کار اخيستی دﺉ.

https://p.dw.com/p/13olI
د اسلامي حزب مشر گلبدين حکمتيار
د اسلامي حزب مشر گلبدين حکمتيارانځور: AP

غيرت زياته کړې ده چي هغه په افغانستان کي د ايتلافي ځواکونو له پخواني مشر ديويد پيتريوس، سره ليدلي دي. که څه هم د اسلامي حزب ډلي ته د تروريستي ډلي نوم ورکړل شوی دئ، خو بيا هم غيرت وايي چي په تيرو دوو اونيو کي ئې له راين کروکر او جان الن سره ليدلي دي:

«موږ له دغو کسانو سره د نظرونو راکړه ورکړه وکړه چي مؤثره وه. موږ د سولي له هر بهير سره موافق يو. زموږ هڅي په افغانستان کي د سولي او ثبات راوستلو له پاره دي.»

غيرت له پاکستان څخه د رويترز خبري آژانس سره په مرکه کښي ويلي دي چي خبري ښې رواني دي. دا په داسي حال کي ده چي په کابل کي د امريکا سفارت يوه وياند د اسلامي حزب د غړو او امريکايي چارواکو تر منځ د ليدنو کتنو له تصديق څخه ډډه کړې ده او ويلي ئې دي چي واشنگټن په افغانستان کي له ځينو کسانو سره اړيکي لري.

يو بل امریکايي چارواکي بيا د نوم د نه اخيستلو په شرط ويلي دي چي غيرت او پيتريوس يو وار تير کال هم سره ليدلي ول. د دغه امريکايي چارواکي په خبره پيتريوس په هغه وخت کښي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو مشري پرغاړه درلودله.

«د ايساف د قوماندان په توگه او د ولسمشر کرزي تر موافقت وروسته، جنرال پيتريوس له غيرت او يو بل لوړپوړي افغان چاروکي سره د ۲۰۱۱ کال په جولای مياشت کي ليدلي دي.»

غيرت بهير چي تر ۲۰۰۸ کال پوري د امريکايانو په زندان کي بندي وو، وايي چي اوس افغان حکومت او امريکا د سولي په خبرو اترو کي له نرمۍ څخه کار اخلي.

حزب اسلامي وايي چي په زرونو جنگيالي لري چي د افغانستان په بېلابېلو برخو کي له امريکايي ځواکونو سره په جگړه بوخت دي. د دغي ډلي په خبره ډير ځواکونه ئې د افغانستان په ختيځ او شمال کي ميشت دي.

ولسمشر کرزي هم تيره اونۍ اعلان وکړ چي د اسلامي حزب له استازو سره ئې ليدلي دي. طالبانو هم څو اونۍ مخکي اعلان وکړ چي له امريکا سره په قطر کي د يوه ساسي دفتر پر پرانيستلو باندي يوې موافقې ته رسېدلي دي. طالبانو دغه راز وويل چي دوی غواړي يو شمير بنديان ئې هم له گوانتانامو زندان څخه آزاد شي.

دا په داسي حال کي ده چي افغانستان او پاکستان ته د متحده ايالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن، د يکشنبې په ورځ وويل چي لا تر اوسه پوري له گوانتانامو زندان څخه د طالب بنديانو د آزادولو په اړه کومه پريکړه نه ده شوې.

رويترز/ مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل