1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان بزگرانو ته د مقاوم تخم د ويش لړۍ پيل سوه

۱۳۸۹ آبان ۱۳, پنجشنبه

د افغانستان د کرهني او مالدارۍ وزارت د يو شمير نړيوالو ټولنو او د مصر د حکومت په مرسته بزګرانو ته د غنمو د داسي اصلاح سوو تخمونو د ويش لړۍ پيل کړي چي کولای سي د يوګانداUG 99 ناروغۍ په وړاندي مقاومت وکړي.

https://p.dw.com/p/PxsO
انځور: picture alliance/dpa

د کرهني د برخي متخصصين وايي چي دغه ناروغي انسانانو ته ډيره خطرناکه ده چي د غنمو له لاري وړو ته او بيا د انسانانو د ارګانيزم ته لاره مومي.

په دي لړ کي د کرهڼي وزارت په لومړي سر کي د دغو اصلاح سوو غنمو ۱۵۰ ټنه تخم د يو شمير توليدي مرکزونو استازو ته په واک کي ورکړی چي وروسته به بزګرانو ته ويشل کيږي.

که څه هم دغه ناروغي تر اوسه افغانستان ته نده راغلې خو راتلونکي کال به تر څلور زره ټنه پوري دغه تخمونه بزګرانو ته وويشل سي.

د کرهني وزارت چارواکي وايي چي تر اوسه پوري دغه ناروغي په افغانستان کي نده ليدل سوې خو هغه څه چي دوی يې تر سره کوي يو وقايوي ګام دی.

د کرهني او اوبو لګولو وزير محمد آصف رحيمي:

په کابل کي د امريکا سفير چي د دغه تخم د ويش پر مهال حاضرو وويل چي د افغان بزګرانو کروندې د بيلا بيلو خطرناکو ناروغيو سره مخامخ دي چي دغه ډول اصلاح سوي تخمونه به وکولای سي چي د نباتي ناروغيو د مخ نيوي په لاره کي ډير رغنده واقع سي.

د يادولو وړ ده چي دغه تخم د مګړۍ له مصر هيواد څخه افغانستان ته راوړل سوی او په راتلونکو کلونو کي به يي اندازه نوره هم لوړه سي.

افغانستان چي اقتصادي نظام يي کرهڼيز بلل کيږي تر ډيره بريده يي خلک په همدغه سکتور کي کارکوي.

په تيرو څو کلونو کي د نړيوالي ټولني له لوري ډول ډول اصلاح سوي تخمونه افغان بزګرانو ته ويشل سوي چي په ځينو مواردو کي ترينه کروند ګر راضي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل