1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان بزگرو ته کوچني ترکتورونه ورکول کیږي

۱۳۸۹ بهمن ۱۸, دوشنبه

د افغانستان د کرهني او مالدارۍ وزارت په پام کي لري د ملک د اتلسو ولايتونو پر بزګرانو شاوخوا ۶۰۰۰ عرادي تراکتورونه وويشي.

https://p.dw.com/p/QyoS
يو تراکتور د تارياکو د ماتولو پر مهال
يو تراکتور د تارياکو د ماتولو پر مهالانځور: AP

د امريکا په مرسته برابر سوي دغه تراکتورونه به د پخوانيو کرهنيزو وسايلو پر ځاي د کرهني په سکټور کي کارول کيږي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چي له دغه کار څخه يي موخه دا ده چي هم بزګران هوسا سي او هم وکولاي سي په ښه توګه له خپلو کرهنيزو ځمکو پالنه وکړي.

دغه دوه څرخ لرونکي تراکتورونه د جوړښت له اړخه ډير ساده خو په عين وخت کي ډير غښتلي ښکاري.

هم پري ځمکه قلبه کيږي، هم د ځمکي له تله اوبو را باسي او هم کيداي سي چي ترينه د ريبدلو لپاره کار واخيستل سي .

د کرهني وزير محمد آصف رحيمي وايي چي دغه مرسته له افغان بزګرانو سره د امريکا د نړيوالي پراختيايي اداري ( يو اس اي ای ډي) په مالي همکارۍ تر سره کيږي.

رحيمي وايي چي دغه شپږ زره عرادي واړه تراکتورونه به هغو بزګرانو ته په ډيره کمه بيه ورکول کيږي، چي ځمکي تر ۲۵ هکټاره ډيري نه وي.

نوموړي دغه ګام د افغانستان د کرهني د سکتور د ميکانيزه کولو په لور يو مهم پرمختګ بولي.

په کابل کي د امريکا سفير کارل ايکن بيري چي د دغو تراکتورنو د ويشلو لړۍ په پرانيسته کي يې برخه لرله وويل چي د دغه پروژې ټوليزه بيه ۲۴ مليونه امريکايي ډالره کيږي.

هغه وويل چي هيواد يي له افغان بزګرانو سره د دوامدارو مرستو په برخه کي پر خپلو ژمنو ټينګ ولاړ دی.

هغه يو شمير افغان بزګر چي ورته دغه تراکتورونه ويشل کيدل د امريکا د خلکو له دغي مرستي ډير خوشحاله بريښدل خو د نورو مرستو غوښتنه يي هم کوله.

د اتلسو ولايتونو له بزګرانو سره پر داسي مهال دغه مرستي پيليږي چي اقتصادي کارپوهان د افغانستان اقتصاد په کرهني ولاړ بولي خو بزګران يي لا هم ډير ساده او پخواني کرهنيز وسايل کاروي.

کارپوهان د اقتصادي نظام ميکانيزه کوله يوه هغه لاره بولي چي کولاي سي افغانستان د غلې په ګدام بدل کړي او پر دي سربيره بهر ته هم د افغاني محصولاتو د ليږد لامل وګرځي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل