1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: ايران دي افغان کډوال نه باسي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۱۳, پنجشنبه

افغان حکومتي ویاند د چهارشنبې په ورځ (د دسامبر ۳مه) وویل چې افغانستان به په نزدې وخت کې ایران ته یو پلاوی واستوي چي د هغو ۷۶۰۰۰۰ افغان کډوالو د ویزو د غځیدو په اړه خبرې وکړې چې اوس د ایستل کیدو له گواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/1Dz4N
انځور: Meysam Hasanloo

د ملگرو ملتونو په حواله په ایران کې شاوخوا یو میلیون ثبت شوي افغان کډوال میشت دي. د دغو کډوالو ډیره برخه د افغانستان د کورنیو جگړو له پېلېدو سره خپل گاونډي هیواد ته کډه شوي دي.

هغه افغان کډوال چې تر ۲۰۰۱ کال وروسته ایران ته تللي دي باید په دې هیواد کې د اوسېدو خپل اسناد په انفرادي ډول تمدید کړي. د دغو کډوالو له پاره په ایران کې د کار اجازې ترلاسه کول ډیره ستونزمنه خبره ده. د ملگرو ملتونو په حواله دا وضعیت د دې سبب کیږي چي افغان کډوال په ایران کې تر ډیرو ستونزو گاللو وروسته ثبت شي.

د افغانستان د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاوید فیصل، وویل: «ایران ته تلونکی افغان هیئت به له دې هیواد څخه وغواړي چې د افغان کډوالو ویزې د لږ تر لږه یوه بل کال له پاره هم تمدید کړي.»

شپږمياشتنۍ مؤقتي ويزه

تر دې مخکې د ایران یوه خبري آژانس د جون په میاشت کې ویلي وو چې ناثبت شویو افغان کډوالو ته د شپږو میاشتو له پاره مؤقتي ویزې ورکړل شوې دي.

د افغان حکومت په حواله په ایران کې همدا اوس ۷۶۰۰۰۰ ناثبت شوي افغان کډوال اوسیږي چې د فیصل په خبره مؤقتي ویزې یې د شل ورځو په موده کې ختمیږي. هغه ویلي دي چې له دې کبله دغه کډوال له ایران څخه د ایستل کیدو له گواښ سره مخامخ دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

ملگري ملتونه هڅه کوي چې په بیلابیلو هیوادونو کې میشتو افغان کډوالو ته خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو زمینه برابره کړي، خو په افغانستان کې روان تاوتریخوالي او خراب اقتصادي وضعیت له کبله ډیر کم افغان کډوال دې ته زړه ښه کوي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

اوس مهال په ایران او پاکستان کې تر بل هر ځای ډیر افغان کډوال میشت دي. ملگرو ملتونو له ۲۰۰۲ کال راهیسې له ۹۰۰۰۰۰ څخه ډیرو افغانانو سره مرسته کړې ده چې له ایران څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.