1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: د اداري فساد پر ضد مبارزه ته ژمن يو

۱۳۹۰ آذر ۱۴, دوشنبه

د افغانستان په اړه د بن په نړيوال کنفرانس کي افغان ولسمشر، حامد کرزي، وويل چي طالبان د افغانستان د سولي له پاره کواښ نه دي. هغه وويل چي تروريستان او د القاعدې غړي د افغانستان امنيت د کواښ سره مخامخ کړی دئ.

https://p.dw.com/p/13Myi
ولسمشر حامد کرزی او مېرمن انگيلا مير کل
ولسمشر حامد کرزی او مېرمن انگيلا مير کلانځور: dapd

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند، جانان موسي زي، د دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په يوه ځانګړې مرکه کي وويل، چي د سولي بهير د افغانستان د ستونزي د حل يوازينۍ لاره ده.

هغه زياتوي چي د افغانستان حکومت د شرايطو په پام کي نيولو سره د هر هغه کس سره چي غواړي د افغانستان اساسي قانون ومني، له تروريزم سره خپلي اړيکي پري کړي، د ښځو حقونو ته احترام وکړي او تاوتريخوالي پرېږدي د سولي کولو ته چمتو دئ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چي افغانستان غواړي په دغه هيواد کي اداري فساد او مخدره موادو د قاچاقو په وړاندي مبارزه پياوړې وساتي. هغه زياته کړه چي دغه دوې موضوعګاني په افغانستان کي ديموکراسۍ او ښه حکومتدارۍ د راوستلو له پاره ډير اړين شرطونه دي.

موسي زي پر دې خبره ټينګار وکړ، چي په افغانستان کي تر دېرش کلني جګړې وروسته، د اصلاحاتو راوستل وخت، حوصله او سخت کار ته اړتيا لري.

موسي زي روښانه کړه چي افغان حکومت د اداري فساد په وړاندي مبارزې او د مخدره توکو د قاچاق د له منځه وړلو په لاره کي ژمن دئ.

په افغانستان کي د مدني ټولني فعاله او ولسمشرۍ ته پخوانۍ کانديده، مسعوده جلال، وايي چي هيله لري، د دغه کنفرانس په پايلي کي يې په هيواد کي عدالت پلی شي او غيري مسئول کسان بې وسلې شي.

هغه وايي چي د بن په لومړي کنفرانس کي د افغانستان قدرت جنګسالارنو ته وسپارل شو. هغه زياتوي چي د بن د کنفرانس ډيری پريکړي، ځکه پلي نه شوي چي په دغه هيواد کي واک پخواني جنګسالارانو ته وسپارل شو.

هغه تينګاز کوي چي که د بن دوهم کنفرانس د افغانستان واک طالبانو ته وسپاري په دغه هيواد کي ورستۍ لاس ته راوړني به د کواښ سره مخامخ کړي.

مېرمن جلال وايي، چي که له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووزي نو په دغه هيواد کي جګړه او د ګاونډيو لاس وهني به بيا پيل سي.

مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل