1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د بحران ډلي راپور رد کړ

۱۳۹۱ مهر ۱۸, سه‌شنبه

افغان حکومت د بحران د نړیوالي ډلي هغه راپور رد کړ، چي وایي د بهرنیو سرتیرو له وتو وروسته افغان حکومت د ړنګیدو خطر ګواښي.

https://p.dw.com/p/16Me5
انځور: picture-alliance/dpa

د کړکېچ نړیوالي ډلي په یوه راپور کي چې پرون(۲۰۱۲کال د اکتوبر۸) په بروکسل کي خپور سوخپور شو راغلي دي، چې له افغانستان څخه به د بهرنيو عسکرو تر وتلو وروسته او دغه همدا راز په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کي احتمالي درغلۍ به افغان حکومت نړنگ کړي.

په راپور کي راغلي دي، چې افغان امنیتي ځواک په يوازي سر امنيتي ستونزو ته جواب نه شي ويلای او هر څه په بهرنیو ځواکونو پوري تړلي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بحران ډلي دغه راپور د غرب د تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده او هیڅ راز پوخوالی نه لري.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کي دویچه ویله ته وویل، چي دا راپور د خلکو تر منځ د ویري د خپرولو له پاره خپور شوی دئ او له عیني حالاتو سره سمون نه لري:

«دا خبري چي د دغي ډلي له لوري کیږي بې اساسه دي او د افغانستان د خلکو له باور سره په ټکر کي دي، هیڅ راز ریښتینولي نه لري. زموږ حکومت اوس په غښتلي موقف کي دئ.»

صدیقي همدا راز وویل چې دمګړۍ کورني ځواکونه د وسلو او تجهیزاتو له اړخه هم په پرمختللو وسلو سمبال دي.

د نوموړي په خبره تر ۲۰۱۴ کال پوري افغان امنيتي ځواک نوري هم تجهیزیږي او بر عکس مخالفین به ډير کمزوري شي، ځکه په خبره ئې اوس نه یوازي حکومتي قواووي، بلکي ولسي خلک هم پاریدلي او له ډيرو سیمو ئې شړلي دي.

که له یوې خوا د کړکیچ د ډلي نوی راپور د افغانستان حالت مخ په خرابیدو او د سختو ورځو وړاندوینه کوي له بل لوري د سره صلیب کمېټې د حالاتو له خرابیدو اندیښنه ښولې ده.

په افغانستان کي د دغي ادارې مشر ریتو ستاکر د خلکو د ژوند له خرابیدو اندیښنه وښوده، د جګړو پراخوالی او د نا قانونه وسله والو ډلو زیاتیدل ئې له خطر سره د خلکو د ژوند د مخامخ کیدو لامل وبلل.

نوموړي چي د کار موده ئې په افغانستان کي پای ته ورسیده په دغه هيواد کي ئې را رواني ورځي بحراني وبللې:

«د عادي افغانانو ژوند بدتر شوی دئ، زه دا هیواد له اندیښنو سره پریږدم، له ۲۰۰۶ کال راهیسي وسله وال ګروپونه زیات شوي دي، د عادي خلکو ژوند خراب شوی دئ، هغوي نه شي کولای د جګړې په شرایطو کې د ژوندانه له پاره د اړتیا وړ خدمتونو ته لاس رسی ولري.»

د بحران نړیواله ډله او د سره صلیب کمیټه پر داسي مهال د افغانستان د را روان وضعيت په اړه خپله اندیښنه ښيي چې ډیری ولسي افغانان هم د خپل راتلونکي په اړه اوس کوم روڼ انځور نه لري.

هغوي ویره لري چې ښايي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به وسله والي ډلي په جګړو کې ښکیلي شي او د عادي خلکو ژوند به له ګډوډيو سره مخامخ شي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل