1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د بن د کنفرانس څخه رضايت وښود

۱۳۹۰ آذر ۱۴, دوشنبه

د افغانستان په هکله د بن د کنفرانس وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، زلمۍ رسول او آلماني سیال یې په یوه خبري کنفرانس کې د غونډي لاسته راوړني وستایلي.

https://p.dw.com/p/13NC2
د آلمان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرا نو د بن د کنفرانس د پایلو په اړه رضایت وښود
د آلمان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرا نو د بن د کنفرانس د پایلو په اړه رضایت وښودانځور: dapd

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل، چي د بن کنفرانس د افغانستان سره د اوږد مهالو همکاریو په هکله ډیري لاس ته ړانې درلودې. هغه په خاصه توګه د بن د اوسیدونکو، د کنفرانس د جوړونکو او تنظیموونکو څخه مننه وکړه.

ویستر ویله وویل، چي د بن په کنفرانس کې د افغانستان حکومت او نړیوالي ټولني د یو بل په وړاندي نوي تعهدونه وکړل. هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه به د ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان له پاره او په افغانستان کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ویستر ویله په خبره افغان حکومت هم د نړیوالي ټولني د مرستو په مقابل کي په دغه هیواد کي د اداري فساد په له منځه وړلو او د ملکي خدمتونو د ښه کولو ژمنه وکړه.

هغه وویل چې نړیواله ټولنه د سولي د بهیر څخه ملاتړ کوي. خو ټینګار یې وکړ، چي دغه بهیر باید پر مشخصو اصولو ولاړ وي. هغه د سولې د مشخصو اصولو په توګه د یاغیانو لخوا د تاوتریخوالي پريښودل، د ترویزم سره د اړیکو شلول او د افغانستان د اساسي قانون منل ياد کړل.

ويستر ويله دغه راز ټینګار وکړ، چي د افغانستان ستونزه حل پوځي لاره نه، بلکي د دغه هیواد ستونزه یوازي له سیاسي لاري حلېدای شي. ویستر ویله همدا راز د افغانستان د سولي له بهیر څخه پوځي ملاتړ ضروري وباله.

ویستر ویله روښانه کړه چي د بن کنفرانس یو سیاسي بهیر وو، چي پکښي د افغانستان او نړیوالي ټولني لخوا سیاسي تعهدونه وشول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، زلمي رسول، خوښي څرگنده کړه، چې افغانستان د بن په کنفرانس کي تر ۲۰۲۴ کال پورې د نړیوالې ټولنې ملاتړ تر لاسه کړ.

رسول زیاته کړه چي افغانستان د خپلو بنسټونو د تقویه کولو له پاره د نړیوالي ټولني مرستو ته اړتیا لري. هغه په تیرو لسو کلونو کي د افغانستان لاس ته راوړنو ته هم اشاره وکړه.

رسول وویل، چي افغان حکومت متعهد دی چي د اداري فساد او مخدره توکو په وړاندي مبارزه وکړي ترڅو د اوږدي مودي له پاره د نړیوالي ټولني همکارۍ د ځان سره ولري.

د افغانستان او آلمان د بهرنیو چارو وزیرانو د بن په کنفرانس کي د پاکستان د ڼه ګډون په هکله خواشيني څرگنده کړه. خو هغوئ وویل چې د بن کنفرانس د پاکستان د ګډون پرته هم  کامیابه وو.

د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چي یو باثباته او د ښه امنیت لرونکی افغانستان د پاکستان په ګته دئ او دغه هیواد به د افغانستان په سولې کې مرسته وکړي.

دغه چارواکو وویل چې د بن په کنفرانس کي د پاکستان نه ګډون دا معنا نه لري چي دغه هیواد د افغانستان د سولي د پروسې څخه ملاتړ نه کوي.

زلمي رسول د هغي پوښتني په جواب کي چې ایا د بن دوهم نړیوال کنفرانس افغانستان ته د طالبانو د رواستلو کنفرانس دی؛ وویل چي افغان حکومت به په هیڅ صورت د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړني د کواښ سره مخامخ نه کړي.

کله چې د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر څخه وپوښتل سول چي ایا آلمان د طالبانو سره خبري کړي که نه، وويل چي د افغانستان د سولې بهیر یو افغاني پروسه ده او دغه هیواد یې باید پر مخ بوزي.

مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل