1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د طالبانو د دفتر د پرانیستو په اړه سپیناوی وغوښت

AP/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۲, یکشنبه

د افغانستان حکومت ویلي دي چې دوی د دې خبرې بشپړ سپیناوي ته انتظار باسي، چې څرنګه طالبانو ته اجازه ورکړل شوه، چې د یوه سفارت په څیر دفتر پرانیزي او د خپلې واکمنۍ د وخت بیرغ او رسمي نوم وکاروي.

https://p.dw.com/p/18ufG
انځور: DW

په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي، وویل چې د دغه خبرې د سپیناوي او همدا شان د د دې تظمین وروسته چې دغه دفتر به یوازې د خبرو اترو پرته نور څه له پاره نه کارول کیږي، افغان حکومت غواړي دوحې ته د سولې یو هیت واستوي.

جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون درویشتمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د وسلوال اپوزیسیون سره په شمول د طالبانو د هغو اصولو او شرطونو له مخې چې دوی ایجاد کړي دي د سولې خبرو اترو پیلولو ته په بشپړه توګه ژمن پاتې دی.

د تیرې سه شنبې په ورځ د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې د طالبانو دفتر چې تلویزونونو د پرانیستنې مراسم په ژوندۍ بڼه خپرول پرانیستل شو.

خو د طالبانو له لوري د خپلې واکمنۍ د وخت بیرغ پورته کیدل او «د افغانستان اسلامي امارت» په نوم د لوحې کارول هغه څه وو چې د افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخامخ شول. افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون پر سر د خبرو اترو څلورم پړاو وځنډاوه.

تر هغې وروسته چې د قطر حکومت مداخله وکړه طالبانو د هغوی خبره ومنله. امریکا متحده ایالاتو او قطر داوړو ویلي دي چې طالبانو سره مخکې له مخکې د یوه نوم په اړه موافقې ته رسیدلي وو، خو د دفتر د پرانیستنې پر مهال یې د شوي تړون څخه سرغړونه وکړه.

د اسوشیتد پرېس خبري آژانس د رپوټ له مخې د طالبانو ویاند محمد نعیم، د یکشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې چې د برینښنالیک له لارې استول شوې ویلي دي چې د قطر له حکومت سره د بیرغ او نوم د استعمال په هکله توافق رامنځ ته شوی وو. خو د قطر حکومت لا تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

له دې ټولو خبرو سره سره، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی، وايي چې لا هم افغانستان د واشنګټن له لوري د دغه ټکي د بشپړ سپیناویي او دې تضمین ته انتظار باسي چې طالبان به د خپل پخواني نوم د کارولو هڅه و نه کړي.

جانان موسی زي همداشان وویل چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د «لومړینو تماسونو» وروسته افغان حکومت دا انتظار لري چې د سولې خبرو اترو مشري وکړي او دغه بهیر افغانستان ته انتقال ومومي.