1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د فطرت د نيولو امر کړی

۱۳۹۰ تیر ۷, سه‌شنبه

د افغانستان لوی څارنوالۍ له نړيوالو پوليسو( انټرپول) څخه غوښتي چي د افغان حکومت د مرکزي بانک ( د افغانستان بانک ) د رئيس عبدالقدير فطرت په نيولو کي ورسره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/11kn4
د افغانستان لوی څارنوال اسحاق الکو
د افغانستان لوی څارنوال اسحاق الکوانځور: AP

اته ديرش کلن فطرت له تيري يوې اونۍ راهيسي له افغانستان څخه تري تم وو خو تيره ورځ يې ږغ د امریکا څخه راپورته سو.

نوموړي د امريکا په ويرجينيا ايالت کي رويټرز آژانس ته ويلي چي، ده ځکه خپله دنده او هيواد پريښود چي هلته يې ژوند له ګواښ سره مخ وو.

هغه زياته کړې چي د ډيوالي سوي خصوصي بانک ( کابل بانک) د لانجې د څيړلو پر مهال د ځينو خلکو له خوا ورته د مرګ ګواښونه سوي او په همدې خاطر يې نه سوای کولای چي د مرکزي بانک د مشرتابه چاري پر مخ بوزي.

د افغانستان بانک پخوانی مشر عبدالقدير فطرت
د افغانستان بانک پخوانی مشر عبدالقدير فطرتانځور: dapd

فطرت چي له څه باندي دوو کلونو راهيسي د افغانستان بانک د رئيس په توګه دنده تره سه کړې دا هم ويلي چي ژوند يې هغه مهال له خطر سره مخ سو چي په پارلمان کي يې د هغو کسانو نومونه بربنډ کړل چي د نوموړي په وينا د کابل بانک په لانجه کي ښکيل ول.

فطرت پر هغه مهال د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزي، د مارشال فهيم ورور حسين فهيم او د يو شمير هغو نورو پر نفوذو څيرو نومونه د کابل بانک په لانجه کي بر بنډ کړل چي په وينا يې د بانک د ډيوالي کيدو اصلي لاملين همدوی ول.

که څه هم پرون د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر د فطرت تيښته يو ملي خيانت په ګوتو کړ خو نن لوی څارنوالۍ په يوه بيړني اقدام کي د فطرت د نيولو ږغ کړی.

د لوی څارنوالۍ مرستيال څارنوال عنايت الله نظري نن په کابل کي خبريالانو ته وويل چي د فطرت نوم په هغه تور ليست کي وو چي د کابل بانک په قضيي کي د ښکيلو کسانو نومونه پکښي شامل دي.

په کابل کي د کابل بانک مرکزي دفتر
په کابل کي د کابل بانک مرکزي دفترانځور: picture alliance/dpa

د نظري د وينا له مخه، دوی هڅه کوله چي د افغانستان بانک رئيس ونيسي خو داسي ښکاري چي نوموړي له دغه پلان څخه خبر سوی او ملک يې پريښی دی.

نظري وايي نن يي د فطرت د تذکرې او پاسپورټ د نمبرونو تر څنګ د هغه رنګين انځورونه انټرپول پوليس او همدا راز په کابل کي د امريکا سفارت ته سپارلي تر څو يې په توقيف کي د کابل له حکومت سره مرسته وکړي.

د لوی څارنوالۍ مرستيال وايي چي د مرکزي بانک فراري مشر د کابل بانک په ډيوالي کيدو کي نيغ رول درلود او دوی پر وخت اجرات کړي دي.

که څه هم لوی څارنوالي وايي، چي د امريکا د ګرين کارد درلودونکی دغه افغان په وړاندي يې پر وخت اجرات کړي خو يو شمير خلک له ملک څخه د مرکزي بانک د رئيس تيښتيه د حکومت لويه کمزوري او بې کفايتي بولي.

Zentralbank von Afghanistan NO FLASH
انځور: AP

د کابل ښار د پښتونستان واټ تر څنګ يوه لاس پلورونکي چي خپل نوم محمدالله را پيژني دويچه ويله ته وويل چي تر دي لويه بدنامي نوره نسته.

« که چيري حکومت وړتيا درلودای نو دغه غله ته به يې داسي وظيفه نه ورکولای.»

تر اوسه نده معلومه چي د امريکا سفارت او انترپول به د عبدالقدير فطرت په نيولو کي له افغان حکومت سره مرسته وکړي که څنګه.

خو هغه څه چي له څو کلونو راهيسي روښانه دي هغه دا ده چي د ترانسپورت وزير عنايت الله قاسمي چي د سرکاري هوايي شرکت ( آريانا) د مليونونو ډالرو په غلا مجرم پيژندل سوی هم د فطرت په څير د امريکا ګرين کارت درلودونکی دی او په امريکا کي ژوند کوي.

په داسي حال کي چي څوڅو واري يې له انټرپول پوليسو، د افغان حکومت د خوا د نيولو غوښتنه هم سوې ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل