1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د نوو ناامنيو په اړه اندیښمن دﺉ

۱۳۹۰ اسفند ۴, پنجشنبه

افغان ولسمشر ویلي دي چې قرآن شریف د یوه امریکایي سرتیري د ناپوهي په پایله کې سوځول شوی دئ. د مظاهرو دوام او د بهرنیو ځواکونو پر اډو بریدونو په افغانستان کې د نوو ناامنیو په اړه اندیښنې رامنځ ته کړي دي.

https://p.dw.com/p/148kI
انځور: AP

اوباما بخښنه غوښتې ده

د افغان ولسمشر دفتر ویلي دي چې ولسمشر اوباما له کرزي څخه د یوه رسمي لیک په ترڅ کې د بگرام په اډي کې دیني کتابونو ته د سپکاوي کیدو په اړوند بخښنه غوښتې ده.

د ولسمشر دفتر ویلي دي چې کرزي ته د اوباما رسمي لیک په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر سپارلی دئ. اوباما په دغه لیک کي ویلي دي: «زه د دې پیښې په اړه خپله ژوره خواشیني څرگندوم. او له تاسو او د افغانستان له خلکو څخه بڅښنه غواړم.»

اوباما کرزي ته په خپل رسمي لیک کي زیاته کړې ده: «دغه کار په قصدي ډول نه دئ تر سره شوی او زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د دغه شان پیښو له تکرار څخه د مخنیوي په موخه به لازم اقدامات تر سره شي. موږ به د دغې پیښې له عاملینو څخه پلټنې وکړو.»

اوباما کرزي ته دغه لیک د مظاهرو په دریمه ورځ استولی دئ. د پنچ شنبې په ورځ هم د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د بهرنیو ځواکونو پر اډو بریدونه وشول چې ځینې تلفات ئې هم له ځانه سره درلودل.

د امریکایي افسر کار د ناپوهي له مخې وو

ولسمشر کرزي د پنج شنبې په ورځ د پارلما له یو شمیر استازو سره ولیدل. ولسمشر په دغه لیدنه کې وویل: «د بگرام په اډې کې د قرآن شریف د سوځولو پیښه د یوه امریکایي افسر د ناپوهي او ناداني په پایله کې رامنځ ته شوې ده او د امریکا حکومت د خپل افسر غلطي منلي ده.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ په حواله ولسمشر کرزي له امریکا څخه غوښتي دي چې د دغه راز پیښو له تکرار څخه مخنیوي وکړي.

په افغانستان کې د مظاهرو دوام په دغه هیواد کې د ناامنیو د رامنځ ته کیدو په اړه نوې اندیښنې رامنځ ته کړی دي. د مظاهرو له پیل راهيسي طالبانو د انترنیي پیغامونو له لاري خلک مظاهرو ته هڅولي دي. دغې ډلې د پنج شنبې په ورځ د یوې اعلامې له خپرولو سره له افغان امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې وجنگیږي.

ولسمشر کرزي تیره ورځ وویل چې مظاهره کول د افغانانو مدني حق دئ خو هغه پر افغانانو غږ وکړ چې له صبر او حوصلې څخه کار واخلي. کرزي له افغان امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې له ملکي کسانو څخه ساتنه وکړي.

داسې اندیښنې موجودې دي چې د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون مخالفین به هم له دغو مظاهرو څخه گته پورته کړي.

مسعود جهش/ عارف فرهمند
کتونکی: عبدالباري حکیم