1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: ملا برادر دې افغانستان ته راشي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ آبان ۱۹, یکشنبه

د افغانستان حکومت وایي چې د سولې د پروسې د پرمختگ په موخه، ملا عبدالغني برادر باید افغانستان ته راشي او د افغانستان د سولې له عالي شوری سره له نزدې څخه د دغه پروسې د پرمختگ له پاره همکاري وکړي.

https://p.dw.com/p/1AEsA
انځور: Getty Images/Afp/Shah Marai

ملا عبدالغني برادر چې ویل کیږي د طالبانو په لیکو کې پخوانی مرستیال وو، د روان لمریز کال د سنبلې د میاشتې په وروستیو کې په پاکستان کې له زندانه آزاد کړای شو او د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د طالبانو دغه مهم غړی یې د افغانستان د حکومت په غوښتنه آزاد کړی دی.

خو افغان دولت لا تر اوسه پر دې نه دی توانیدلی چې له هغه سره اړیکه ټینگه کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر د میاشتې لسمه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «د ملا برادر په اړه مهمه موضوع دا ده، چې هغه باید په یوه داسې ډول له بنده آزاد شوی وي، چې یو مشخص آدرس ولري چې وشي کولای د سولې د پروسې په پرمختگ کې نقش ولوبوي.»

په وروستيو ورځو کې د افغانستان او پاکستان مشرانو په لندن کې په درې اړخیزه غونډه کې پر دې باندې توافق وکړ چې د افغانستان د سولې د عالي شوری یو هیئت به پاکستان ته سفر وکړي او له ملا عبدالغني برادر سره به وویني.

ښاغلي موسی زي، په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د افغانستان دولت دې ته هیله من دی، چې ملا برادر افغانستان ته راشي او د سولې پروسه له نزدې څخه پر مخ بوځي: «د افغانستان دولت دې ته ترجیح ورکوي چې ملا برادر افغانستان ته سفر وکړي. په خپل هیواد کې میشت شي او د هیواد په دننه کې د سولې د عالي شوری سره د نزدې همکارۍ په ترڅ کې خپل نقش ولوبوي.»

د افغانستان دولت پر دې باور دی چې ملا برادر د سولې پلوي دی او غواړي چې له افغان دولت سره خبرې اترې وکړي. خو دا چې د ملا برادر له آزادیدو څخه دوه میاشتې اوړي، بیا هم عملا د سولې په پروسه کې د هغه دریځ مشخص شوی نه دی.

هیڅ کوم ضمانت موجود نه دی

د افغانستان دولت د پاکستان له لوري د تر سره شوو ژمنو د عملي کیدو په اړه وایي چې په دې هکله هیڅ کومه ډاډمنتیا موجوده نه ده.

ویل کیږي چې افغانستان له کلونو راهیسي په دې لټه کې دی چې پاکستان، د سولې د پروسې ملاتړ ته وهڅوي خو لا تر اوسه هم دغو هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جانان موسی زیانځور: DW

ښاغلي موسی زي وویل چې یوازې هغه وخت د سولې د پروسې په برخه کې د پاکستان په ریښتني همکارۍ باور کولای شي چې دغه هیواد په عمل کې دغه کار تر سره کړي: «په دې اړه هیڅ کوم داسې تضمین موجود نه دی، یوازینې تضمین د رامنځ ته شوو فیصلو په تړاو عملي گامونه کیدای شي. په لندن کې د درې اړخیزه غونډې د تر سره کیدو وروسته خبرې اترې مثبتې وې او موږ هیله من یو چې د پام وړ یوه نتیجه په لاس راوړو.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر دې خبره ټینگار وکړ چې سوله نه یوازې د افغانستان په خیر ده، بلکې پاکستان هم له هغې څخه گټه اخلي. موسی زي زياته کړه چې پاکستان هم د ترهگرۍ قرباني دی او په هغه صورت کې چې د افراطي ډلو فعالیتونه ادامه ومومي پاکستان به خپله هم مصؤنه پاتې نه شي.

په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې اقتصادي همکاري به په سیمه کې په سیاسي او امنیتي وضعیت کې ښه والی رامنځ ته کړي. د هغه توافق پر اساس چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ رامنځ ته شوی دی، له مخې به یې په راتلونکي وخت کې د کونړ پر سیند د بریښنا بند د جوړیدو کار پیل شي. پر دې سربیره پاکستان چې له تاجیکستان څخه کومه بريښنا رانیولې ده، د افغانستان له لارې به پاکستان ته انتقال شي.