1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت نړیوال هوایې ډګرونه پرانیزي

۱۳۸۹ مهر ۱۷, شنبه

افغان حکومت د ملک دننه د داسي یوه پلان د پلي کیدو په درشل کې دی چې له مخې به یې افغانستان څلور نړیوال هوایې ډګرونه ولري.

https://p.dw.com/p/Pa7z
د کندهار هوايي ډگرانځور: DW

په دغه پلان کې د کابل، مزارشریف، کندهار او هرات هوایې ډګرونو په پام کې نیول شوي چې د ملکي الوتنو په نړیوالو معیارونو به سمبالیږي او ترینه به کورنۍ او بهرنۍ الوتکې بهر ته تګ را تګ کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته یو شمیر هوایې ډګرونه یا په بشپړه توګه او یا یې هم د یوې برخې کنټرول نړیوالو ځواکونوپه لاس کې اخیستی.

د ټرانسپورټ وزیر داود علي نجفي وایې چې د نورو ولایتونو تر څنګ حتی د کابل د نړیوال هوایې ډګر د یوې برخې مسولیت هم د ناټو ځواکونو په لاس کې دی او دوي دغه دګر ته هم دمګړۍ ملکي نه شي ویلای.

د نجفي پر وینا چې د هوانوردۍ د نړیوال سازمان په مټ یې داسي هلي ځلي پیل کړي چې د کابل، کندهار، مزار شریف او هرات هوایې ډګرونه په بشپړه توګه ملکي کړي تر څو د دغه سازمان له لوري د نړیوالو هوایې ډګرونو په نوم لړ کې شامل سي.

« مونږ باید څلور نړیوال هوایې ډګرونه ولرو، د کندهار او کابل د هوایې میدانونو یوه برخه اوس هم د بهرنیو ځواکونو په کنټرول کې ده، د جلال آباد د هوایې ډګر کنټرول ټول د بهرنیو پوځیانو په لاس کې دی،اوس د ډګرونو د بشپړي ملکي کولو د پروسې مشرې د نړیوال هوانوردۍ سازمان په لاس کې ده، اوس دوي دنده لري چې له ناټو / ایساف سره په دې برخه کې خبري وکړي تر څو یې هغه برخي چې د دوي په ولکه کې دي د هغوي له ولکې وباسي».

کله چې په افغانستان کې د امریکې په مشرۍ نړیوال ایتلاف د طالبانو د واکمنۍ د نسکوریدو تکل وکړ، په لومړي ګام کې یوشمیر هوایې دګرونه او پکې موجودي پوځي او ملکي الوتکې په نښه شوې.

په دغو بریدونوکې د کابل دنړیوال هوایې ډګر سربیره د څو ستراتیژیکو ولایتونو هوایې ډګرونه د نړیوال ایتلاف د بم غورځونکو الوتکو ښکار وګرځیدل چې پکې د افغانستان د هوایې ټرانسپورټ اړخ ته سخت تاوان ورسید.

خو له تیرو نهو کلونو راهیسي په ملک کې د هوایې ډګرونو د رغولو کار پیل شوی دی.

د ترانسپورت وزیر وایې چې اوس حتی د غور، فراه، بادغیس او ارزګان په هوایې ډګرونو کې هم ملکي الوتکې ناسته پاسته کوي او دا ښیې چې کار پر مخ روان دی.

خو د کابل هوایې ډګر چې ترینه د هیواد په کچه ډیري الوتني تر سره کیږي امنیتي او انتظامې چارې یې یوه نړیوال شرکت ته سپارل شوي دي.

ښاغلي نجفي په دې اړه چې ایا وزارت د دغه ډګر د سمبالولو وړتیا نه لرله چې یوه نړیوال شرکت ته یې وسپارل، وویل:

« هغه افغان پرسونل چې اوس د کابل په هوایې ډګر کې له دغه نړیوال قراردادي شرکت سره کار کوي، مونږ ورته داسي پروګرام په لاره اچولی تر څو یې د ترانسپورت وزارت په چوکاټ کې جذب کړو تر څو وکولای شو له دغه شرکت سره دتړون د مودې تر خطمیدو وروسته د دې جوګه شو چې بیرته کار له صفر څخه پیل نه کړو، مونږ د هوایې ترانسپورت د پرسونل د روزلو لپاره یو شمیر پلانونه تر لاس لاندي لرو».

افغان دولت په داسي حال کې په نړیوال معیار د ملک د یو شمیر هوایې ډګرونو د برابرولو لپاره د هڅو د پیل خبر ورکوي چې همدا اوس یو شمیر هوایې ډګرونه بهر ته د قاچاق د لیږد د بندرونو په توګه یادیږي.

نړیوال افغان دولت تورنوي چې د خپلو هوایې ډګرونو او پولو د سمبالولو جوګه نه دی.

هغوي وایې ادارې فساد افغان دولت دې ته اړ ایستلی تر څو د څو نورو لسیزو لپاره هم په نړیوالو تکیه وکړي.

راپور: ميرويس جلالزی

کتونکی: احمدولي اڅکزی