1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: هوايي شرکتونه ۲۰۰ ملیونه افغانۍ پوروړي دي

۱۳۸۹ بهمن ۲۴, یکشنبه

د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت چارواکي وايي چی د سرکاري هوایي شرکت آریانا په ګډون یو شمیر هوايي شرکتونو له څه باندي یوه کال راهیسي له دوي څخه پوروړي دي.

https://p.dw.com/p/R0Pc
انځور: AP

د دغه وزارت چارواکي وايي چی د ا ریانا، کام ایر، صافي او پامیر هوايي شرکتونه له دوي څخه څه باندی دوه سوه ملیونه افغانۍ چې له څه باندي پينځه څلویښت ملیونه امریکايي ډالره سره برابره ده پوروړي دي.

د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال وایي چی دغو شرکتونو د هوايي ډګرونو او مسافرو ټکسونه پر وخت ندي پري کړي او دغه کار د قانون خلاف دی.

نوموړي دا هم وویل چی د اریانا افغان هوايي شرکت د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال د هوايي ډګرونو د کاروني ټکس او د مسافرو د ټکس له درکه ۱۳۳ ملیونه افغانۍ، د پامیر شرکت ۷۳ ملیونه افغانۍ ، د کام ایر شرکت ۱۳ ملیونه افغانۍ او د صافي هوايي کرښي شرکت ۹ ملیونه افغانۍ پوروړي دي چی ډغه پیسي یی حکومت ته ندي تحویل کړي.


د افغانستان د هوايي کرښو د یو شمیر خصوصي شرکتونو په اړه پر داسي محال د ترانسپورت وزارت نیوکه را پورته کیږي چی په ملک کی دننه ګڼ خلک د دغو شرکتونو الوتنې معیاري نه بولي.

خو افغان حکومت وايي چی شرکتونو ته یی سمي لایحي وضع کړي لیکن ستونزه په خپله د شرکتونو په مالکینو او همدا راز د هغوي په هغو الوتکو کي دي چی د معیاد موده یي پوره سوي ده .

تیر کال په همدی شپو کی د پامیر یوه الوتکه د کابل شمال لوري ته په یوه غرنۍ سیمه کی را ولویده چی شاوخوا پنځوس سپرلۍ او املې یی ژوند له لاسه ورکړ.

د دغو مسافرو کورنۍ لا هم له شرکت سره په لانجه کی ده او د پامیر هوايي کرښي چارواکو د مړو کورنیو ته د بیمیې پیسي تر اوسه هم ندي ورکړي.

دغه شرکت ویلي وو چی دوي به د هر قرباني کورنۍ ته سل زره امریکايي ډالر د جریمي په توګه ورکړي.

د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال د هوايي شرکتونو د ستونزو د لري کولو لپاره د یو لړ طرحو د پلي کولو خبره کوي چی پر وینا یی د مسافرو او حکومت ستونزي به تر یوه حده له مخي لري کړي.


د آریانا افغان هوايي شرکت ریس مني چی د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت څخه ۸۶ ملیونه افغانۍ د هوايي ډګرونو او مسافرو د ټکس له برخي پوروړی دی.

معین خان وردګ رسنیو ته ویلي چی د آریانا شرکت ژمن دی چی دغه پوره حکومت ته ورکړي ځکه یو حکومتي شرکت دی چی د خلکو په خدمت کی دی .

وردګ وویل چی یوازي اتلس ملیونه افغانۍ یې په همدی کال کی د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت ته تحویلي کړي او پاتي به یی هم په څو قسطونو کی د وزارت په حساب تحویل کړي.

د آریانا شرکت ریس وايي چی دوي په مالي برخه کی کومه ستونزه نه لري او له دوي څخه په اوس وخت کی اته ملیونه ډالر خصوصي هوايي شرکتونه او شاوخوا ۳۵ ملیونه ډالر حکومت پوروړی دی چی که دغه پیسي ورته ورکړل سي بیا به دوي د هیڅ مرجع پوروړي نه يي.

د ترانسپورت وزارت چارواکي وايي چی دمګړۍ شاوخوا لس کورني او بهرني هوايي شرکتونه په افغانستان کی فعالیت لري.

د دغو شرکتونو ځيني یی د ملک دننه کورنۍ الوتنې هم تر سره کوي خو ډیری هغه یی آسیایي او د ګوتو په شمیر اورپايي هیوادونو ته هم الوتني لري.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی