1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت پاکستان په خپلو چارو کي په لاسوهني تورنوي

۱۳۹۰ مهر ۳, یکشنبه

افغان حکومت د لومړي ځل لپاره د سولي د عالي شورا د مشر تر وژل کيدو وروسته پاکستان په خپله خاوره کي په بربنډي مداخلي او همدا راز د قومي مشرانو او مخورو په ترور تورن کړ.

https://p.dw.com/p/12g5C
د سولي د ټنگښت د کمېسيون مشر صبغت الله مجديدي
د سولي د ټنگښت د کمېسيون مشر صبغت الله مجديديانځور: DW

کابل او اسلام آباد چي له ترهګرۍ سره د جګړې په برخه کي د امريکا نږدې ملګري دي په تيرو څو کلونو کي په وار ورا يو پر بل د مداخلي تورونه پوري کړي دي.

خو دا لومړي ځل دی، چي افغان حکومت د پاکستان پټ څاري اداره او نظاميان افغانستان ته د شرارت په ليږلو تورنوي.

د ولسمشرۍ وياند سيامک هيروي وايي، دوی په دې ورستيو کي داسي شواهد نړيوالو ته وړاندي کړي، چي پرې د افغانستان په چارو کي د پاکستان د بربنډي لاس وهني ثبوت کيدای سي.

« موږ هم داسي شواهد او اسناد امريکا ته ورکړي، چي د پاکستان په دننه کي خاصي حلقي دغه بريدونه تر سره کوي، او افغانستان ته ترهګر استوي او په مرسته يي زموږ مخوري  څيري له مينځه وړي».

د سولي د عالي شورا اوجميعت ګوند د مشربرهان الدين رباني تر وژني وروسته د پاکستان په وړاندي د افغان دولت په دريځ کي بدلون راغلی.

ډيری افغانان دغه قتل د پاکستان کار بولي خو هغه ادعا چي پاکستان يي د کابل اواسلام آباد د دښمنانو کار بولي.

په همدې حال کي د سولي د ټينګښت د کمېسيون مشر صبغت الله مجديدي تور لګوي، چي په افغانستان کي د ورستيو ټولو نا امنيو تر شا د پاکستان د پټ څاري ادارې او د هغه په وينا د پوځي حکومت لاس دی.

مجديدي تيره ورځ په کابل کي له نړيوالي ټولني غوښتنه وکړه چي د دغو مداخلو مخه و نيسي که نه افغانان دي په وسلو سمبال کړي ترڅو په خپله په دغه لار کي لاس په کار سي.

« زه تاسو ته وړاندوينه کوم، چي که د پاکستان د مداخلو لاس و نه نيول سي ټولي نړۍ ته به جدي ګواښ پيښ کړي، لکه پيښ چي يې هم دی، نړيوالي ټولني ته اعلام کوم چي موږته دي اسانتياوي برابري کړي چي مخه يي ونيسو که نه نو بيا به يي د يوه ښامار په توګه موږ ته ګرانه وي چي مخه يي ونيسو».

افغانستان او پاکستان چي شاوخوا دوه نيم زره کيلومتره ګډه پوله لري يو پر بل د بلواګرو په  سرکوبولو کي د پاتي راتګ تورونه لګوي.

د پاکستان دولت که څه هم په مخامخ ډول په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو له حضور سره مخالفت نه ښيي خو په اصل کي ورته دغه شتون ښه نه بريښي.

د سيمي د چارو شنونکي په دې باور دي، چي د کابل او اسلام آباد ترمنځ موجودي شخړي  يو پر بل د تورونو په پوري کولو نه، بلکي د سياسي ډيالوګ له لاري هواريدای سي.

هغوي د دغه سياسي  ډيالوګ لپاره د سيمي د هيوادونو او ملګرو ملتونو د سازمان په ګډون د يوي ګډي اجماع د جوړيدوغوښتنه کوي، په کومه کي چي دواړه هيوادونه کولای سي خپلي انديښني او ليد لوري يو له بل سره شريک او د اختلاف وړ مسايل ترينه لري کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل