1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت ګوانتانامو ته پلاوی استوي

۱۳۹۰ بهمن ۲۰, پنجشنبه

افغان دولت غواړي چي د هغو طالب بنديانو سره د ليدلو له پاره يو پلاوی واستوي چي ټاکل سوې ده د امريکا له خوا له گوانتانامو زندان څخه آزاد او د قطر هيواد ته ولېږل سي.

https://p.dw.com/p/13zwz
انځور: dapd

ویل کيږي چي د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولي د خبرو په بهیر کي د اعتماد د فضا د رامنځته کولو په موخه، امریکا غواړي چي د ګوانتانامو له زندان څخه پنځه طالب بندیان قطر ته ولیږي.

د دغو پينځو تنو په ډله کي د طالبانو د وخت د کورنیو چارو وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د طالبانو پخوانی والي ملا نورالله نوري، او د طالبانو د واکمنۍ لوی درستیز ملا فضل اخند شامل دي.

د کابل حکومت وایي چي دوی تر اوسه په دقیقه توګه نه پوهیږي چې آیا یاد پنځه طالب قوماندانان قطر ته له استول کیدو سره راضي دي او که نه.

د افغان حکومت ویاند ایمل فیضي، ویلي دي چي دغه پلاوی به دا روښانه کړي چي طالب بندیان غواړي قطر ته واستول شي او که نه غواړي چي کابل ته ولېږل شي:

«که چیري د امریکا متحده ایالات قطر ته د دغو پينځو طالب بندیانو د لېږلو کار پیل  کړی موږ به ګوانتانامو ته  یو پلاوی واستو چي له یادو بندیانو سره له نزدې وګوري چې آیا هغوی غواړي قطر ته ولېږل شي او له خپلو کورنیو سره هلته و اوسي او که نه.»

په همدي حال کي داسي هم ویل شوي دي چې تر اوسه پوري د امریکا دولت په قطعي توګه د ګوانتانامو له زندان څخه د طالبانو د آزادولو پریکړه نه ده کړي. خو افغان حکومت وایي دوی د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چي له مخې ئې په افغانستان کې سوله راتلای شي.

د افغانستان د سولي د عالي شورا غړی سید طیب، وایي چي د سولي د عالي شورا د معلوماتو له مخي تر اوسه پوري په قطر کي داسي کومه پریکړه د امریکایانو او طالب استازو تر منځ نه ده شوي چې له مخې ئې یا په روانه اوونۍ او یا هم په راتلونکې اوونۍ کي طالب بندیان آزاد شي. د نوموړي په خبره تر اوسه پوري دغه خبري په لومړیو پړاونو کي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان یوه لوړ پوړي پلاوی چي مشري ئې د دغه هیواد لومړی وزیر کوي په قطر کې دئ.

اسلام آباد وایي دوی د افغانستان د سولي د بهیر په اړه د قطر له چارواکو سره خبري کوي. خو طیب آغا وايي: «پاکستان، ایران یا روسیه د منځګړیتوب په برخه کي په افغانستان کي هیڅ رول نه شي لوبولای. هغوی پخوا له افغانستان سره ستونزي لرلي او اوس ئې هم لري، نو د سولي پروسه یوازي د افغانانو په مشرۍ پر مخ تلای ښی او ښې پایلي لرلای شي.»

افغان حکومت هم څو ځله خپلو ناراضي مخالفینو ته د سولي وړاندیز کړی وو او له هغوی څخه ئې غوښتي وو چې افغانستان د مذاکرو له پاره د خپل دفتر په توګه وټاکي خو له مقابل لوري تر اوسه په دغه برخه کي د هو ځواب نه دئ تر لاسه شوی.

میرویس جلالزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش