1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت ۶۵ بندیان آزاد کړل

فرانس پرېس، رویټرز/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۴, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو له مخالفت سره سره، افغان حکومت د پنجشنبې په سهار د بگرام له زندانه ۶۵ شکمن یاغیان آزاد کړي دي. افغان ولسمشر حامد کرزي د دغو بندیانو د آزادیدو امر څو اوونۍ تر مخه کړی وو. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1B7pC
انځور: picture-alliance/AP

د امریکا متحده ایالاتو پوځ دغه کسان طالب جنگیالي بللي او ویلي یې دي چې تر آزادیدو وروسته ښایي دغه کسان بیرته د جگړې ډگر ته وروگرځي او د ائتلافي او افغان ځواکونو په وژلو لاس پورې کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي څو اوونۍ تر مخه د دغو کسانو د آزادیدو امر کړی وو. دغه پریکړه د امریکايي ځواکونو څخه افغان حکومت ته د بگرام د زندان د سپارلو وروسته شوې ده.

د رویټرز خبري آژانس د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند جنرال ظاهر عظیمي، له قوله لیکلي دي چې دغه کسان له زندان څخه آزاد شوي دي او د افغانستان دننه به خپلو سیمو ته واستول شي.

د بندیانو د آزادولو پریکړه واشگنټن غندلې وه او د روان کال تر پایه د امریکایي ځواکونو د وتلو تر مخه د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ښایي د لا ډیرې ترینگلتیا سبب وگرځي. د متحده ایالاتو پوځ ویلي دي چې د دغو کسانو لاسونه د نړیوالو او افغان ځواکونو د سرتیرو په وینو سره دي.

د فرانس پرېس خبري آژانس د بگرام زندان د ویاند جگړن نعمت الله خاکي، له قوله لیکلي دي چې دغه کسان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبروري ۱۳مه) د سیمي په وخت د سهار پر نهو بجو له زندان څخه آزاد شوي دي.

د متحده ایالاتو پوځ غوښتنه کړې وه چې دغه کسان دې په افغانستان کې محاکمه شي او وایي چې د «ډي اېن اې» د تیستونو له لارې یې داسې کره شواهد وړاندې کړي ول چې دغه کسان د سړک د غاړې د بمونو او د چاودیدونکو موادو سره تړاو لري او د هغې نښې نښانې یې پر کالیو کې هم موندل شوي دي. خو افغان حکومت وایي چې د هغوی د محاکمه کولو له پاره کافي شواهد نه شته.

افغان ولسمشر حامد کرزي د بگرام زندان ته «د طالب جوړولو د کارخانې» په توگه اشاره کړې وه او ویلي یې وو چې بې گناه انسانان پکښې ربړول شوي ول چې د خپلې خاورې څخه نفرت پیدا کړي.

د امریکا متحده ایالاتو پوځ د چهارشنبې په ورځ ناوخته یوه بیانیه خپره کړې وه چې پکښې د دغو بندیانو آزادیدل په سختو ټکو کې غندل شوي وو. په دغه بیانیه کې راغلي وو چې په دغو بندیانو کې داسې کسان هم شته چې د ۳۲ امریکایي یا د ائتلافي سرتیرو او د ۲۳ افغان سرتیرو د مرگ ژوبلې سره مستقیم تړاو لري.

د بگرام زندان
د بگرام زندانانځور: MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images

د متحده ایالاتو د پوځ د وینا له مخې په دغو کسانو کې یو تن محمد ولي نومیږي چې شکمن طالب دی او د شلخي بمونو د چوولو ماهر بلل کیږي چې د متحده ایالاتو د پوځ د وینا له مخې نړیوالو او افغان ځواکونو ته په احتمالي توگه د سړک پر غاړه بمونه ښخوي. د متحده ایالاتو د پوځ د وینا له مخې په درې بریدونو کې د محمد ولي د گوتو بایومیتریکي نښې نښانې موندل شوې وې.

په دغو کسانو کې بل تن نیک محمد، دی چې ورسره یو ګڼ شمیر وسلې موندلې شوې وې. د متحده ایالاتو د پوځ د وینا له مخې بل تن احسان الله نومیږي چې د هغوی د ادعا له مخې په یوه بمي چاودنه کې یې د گوتو بایو میتریکي نښنې نښانې موندل شوې وې او پر دې سربیره یې پر کالو باندې د چاودیدونکي توکو د اثارو د تیست نتیجه هم مثبته راختلې وه.

د بندیانو د دوسیو د څیړلو د پلاوي یو غړي عبدالشکور داد رس، د فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي دي: «نن سهار دغه کسان د بگرام له زندان څخه آزاد کړای شوي دي. د دغو کسانو دوسیو ته له سره کتنه وشوه او موږ پکښې داسې څه و نه موندل چې هغوی دې نور په زندان کې وساتو.»

په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د بندیانو د آزدولو پریکړه غندلې ده او د «ژور تأسف» وړ گام یې بللې دی چې په وینا یې ښایي دغه پریکړه په افغانستان کې د لا ډیر تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو سبب وگرځي. د متحده ایالاتو د سفارت له لوري په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي دي: «افغان حکومت به د دغه پریکړې مسوولیت پر غاړه ولري.»