1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان دولت، سحرګل د درملني له پاره هند ته استوي

۱۳۹۰ دی ۱۲, دوشنبه

افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې ۱۵ کلنه سحرګل چي د خسرخیلو له خوا ورباندي تيری شوی وو د درملني له پاره هند ته لېږي.

https://p.dw.com/p/13cxl
۶ میاشتې تر مخه ۱۵ کلنه سحر ګل ۳۰ کلن سړي ته واده شوې
۶ میاشتې تر مخه ۱۵ کلنه سحر ګل ۳۰ کلن سړي ته واده شوېانځور: Reuters

د ولسمشرۍ د ماڼۍ له خوا د تیرې یکشنبې په ورځ په خپره شوې خبر پاڼه کي راغلي ول، چې۱۵ کلنه سحرګل چې د بغلان ولایت اوسیدونکي ده د ۶ میاشتو له پاره د خسرخیلو له خوا په تشناب کې بندۍ شوې وه او د هغوی له خوا ور سره ناوړه چلند سوی وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي، د دوشنبې په ورځ ویلي دې، چې د هغې حالت مخ پر ښه کیدو دئ خو دولت د ښې درملني له پاره هغه هندوستان ته لېږي:

« موږ لا تر مخه د سحرګل خواښې او يور نیولي دي. موږ پر یوې بې ګناه مېرمني باندې د تيري دغه پېښه ډیره جدي نیولې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د سحرګل خاوند او خسر لا تر اوسه نه دي نیول شوي او هغوی دواړه فراریان دي. سحرګل د ډسمبر د میاشتې پر ۲۶مه نیټه هغه وخت د بنده را خلاصه شوه، کله چې له هغې سره ددغه ناوړه چلند په اړه د هغې تره پولیس خبر کړل.

د پولیسو په وینا د سحرګل خسرګنۍ ځکه له هغې سره بد چلند کاوه، چې هغه د خسرخیلو له لخوا بدلمنۍ ته هڅول کېده او هغې ترې انکار کاوه. د سحرګل نوکان ایستل شوي او پر بدن باندي ئې د سوځیدو ټپونه دي.

د شنبې په ورځ افغان ولسمشر، حامد کرزي، د هغې د پيښي د پلټلو امر کړی وو. د مدني ټولنو فعالانو او نړیوالو څارونکو په وار وار په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د افغانستان دریمه برخه مېرمنې له جسمي او روحي زور زیاتیو سره مخامخ دي او د هغوی ۲۵ سلنه د جنسي تیریو قرباني دي. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د نومبر په میاشت کي خبر ورکړی وو، هغه قانون چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره جوړ شوی دئ ډیر نه عملي کيږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د یو راپور له مخي د ۲۰۱۰م کال د مارچ له میاشتي څخه د ۲۰۱۱م کال د مارچ تر میاشتي پوري د ښځو په وړاندي د تاو تریخوالي ۲۲۹۹ پیښې ثبت شوي دي.

د تیر کال د نومبر په میاشت کي د کندز په ولایت کي هم د یوې نجلۍ او د هغې پر کورنۍ باندي له هغه وروسته تیزاب وشیندل شول، کله چي د نجلۍ کورنۍ له یوه محلي زورواک سره د خپلي لور له واده کولو څخه ډډه وکړه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل