1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان زنداني په ګوانتانامو کي ځان وژنه وکړه

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

د ګوانتانامو په زندان کي يو افغان قيدي چي د القاعدي تروريستي شبکي سره په اړيکو درلودو تورن ؤ، ځانوژنه کړي. په دغه زندان کي دا د ځان وژني لومړي پيښه نه ده

https://p.dw.com/p/11JVk
په ګوانتانامو کی یو قیدی
په ګوانتانامو کی یو قیدیانځور: picture alliance/dpa

امريکايي پوځ ويلي چي د چهارشنبي په ورځ د ګوانتانامو په زندان کي يو افغان زنداني د ساعت تيري په ميدان کي مړ موندل شوي چي په ښکاره ډول ځانوژنه ښکاري.

دغه 37 کلن افغان عنايت الله نوميده چي د ګوانتانامو د زندان ساتونکو هغه د هميشني کنترول څخه وروسته مړ موندلي.

عنايت الله د امريکايي پوځيانو لخوا په دي تور چي د القاعدي تروريستي شبکي سره يي اړيکي درلودي، د ګوانتانامو زندان ته اچول شوي وه.

د کيوبا په ګوانتانامو زندان کي د امريکا د بحري ځواکونو وياند، تامسن ريسي، ويلي: «د پيښي په اړه پلټني رواني چي دا روښانه کړي چي په اصل کي څه پيښ شوي.»

هغه همداراز ويلي چي د زاندان ساتونکو عنايت الله په داسي حال کي موندلي وه چي سا يي نه شوه ښکلي. په همدي حال کي په يوي خبر پاڼه کي راغلي چي د ځان ژغورني د ډيرو هڅو وروسته نوموړي زنداني د ډاکترانو لخوا مړ اعلان شو.

د 2002 کال د جنوري د مياشتي څخه را پديخوا د کله څخه چي د القاعدي سره د شک په تړاو امريکايانو ګوانتامو ته بهرني زندانيان ور اچولي، عنايت الله اتم کس دي چي مړ اعلانيږي. تر دي وړاندي پنځو نورو کسانو هم ځانوژنه کړي وه او دوه تنه په طبيعي توګه مړه موندل شوي ول.

عنايت الله يو له هغو بهرنيو وروستي زندانيانو څخه وو چي د 2008 ميلادي کال د مارچ په مياشتي کي ګوانتانامو ته وليږدول شو.

د 2001 ميلادي کال د سپتمبر د 11 د پيښو څخه وروسته کله چي متحده ايالاتو په افغانستان يرغل وکړ دغه زندان ته د طالبانو او القاعدي سره د تړاو په تور 779 بهرني قيديان دغه واستول شول، چي د هغي د جملي څخه 171 تنه اوس هم په ګوانتانامو کي پاتي دي.

که څه هم د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر، باراک اوباما، ويلي وه چي دي به د ګوانتانامو زندان تړي، خو دي لا تر اوسه پوري په دغه کار نه دي توانيدلي.

امريکايي پوځ د يوي رسمي خبرپاڼي په ترڅ کي ويلي چي عنايت الله د القاعدي شبکي سره، د تروريستي عملياتو په پلانولو کي مرسته کوله او د هغوي لپاره به يي د اسنادو او اوسيدني ځايونه برابرول.

په خبرپاڼه کي همدا راز راغلي چي عنايت الله به د القاعدي د شبکي اورپکو سره مرسته کوله تر افغانستان، پاکستان، ايران او عراق ته تګ راتګ وکړي.

کيوبا څو څو واري د ګوانتانامو په زاندن نيوکي کړي او وايي چي دا د دوي په خاوره يو غير قانوني اډه ده.

آ‎ژانسونه/ سيد رياض
کتونکي/ مسعود جهش