1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ساتونکي دوه امريکايي عسکر ووژل

۱۳۹۰ تیر ۱۸, شنبه

افغان چارواکي وایی چي د افغانستان د څارګري اداري يو ساتونکي د افغانستان په شمال کي په ډزو کی دوه امریکایی سرتیري وژلي دي.

https://p.dw.com/p/11sA7
امريکايي سرتېری
امريکايي سرتېریانځور: AP

زياته سوې چي په بريد کي د یو تن تر زخمي کولو وروسته په ځوابي ډزو کي بريد کوؤنکی افغان ساتونکي هم وژل شوی دی.

دغه پیښه د افغانستان په نسبی آرام ولایت پنجشیر کی د یوی لفظی شخړی وروسته رامنځ ته شوي. د دغه ولایت د والی معاون عبدالرحمان فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي:

« په ځوابی ډزو کی دوه امریکایی سرتیري وژل شوي، یو امریکایی سرتیری زخمي شوی او خپله افغان ساتونکی هم وژل شوی دي.»

رحمان پدغه پیښه کی د طالبانو او یاغیانو هر رنګه لاسوهنه ردوي. هغه دغه افغان ساتونکی د امان الله په نوم یاد کړي او ویلی یی دي چی د لوړ پوړو افغان دولتی چارواکو د ساتلو دنده یی پر غاړه وه. رحمان ویلی:

« هغه د افغانستان د ملی امنیت یو کارکوونکی او ډیر باوری ساتونکی چی د لوړ پوړو چارواکو د ساتونکي په توګه یی دنده تر سره کوله.»

د یوی بلی سرچینی په وینا ،امان الله، د ملی امنیت د معاون حسام الدین حسام «ځانګړي ساتونکي» وو.

په افغانستان کی د ناټو ځواکونو ویلی چی یواځی دا پیښه تاییدولی شی او په اړه یی لا نور جزیات نه شی ورکولی. او زیاته کړی یی ده چی د پیښی په اړه پلټنی پیل شوی دي.

د بل پلوه طالب اورپکو ویلی چی دا پیښه د دوی له خوا تر سره شوی چی په ترڅ کی یی د پی آر ټی ۳ تنه امریکایی سرتیري وژل شوي او نور ۴ بیا ټیپان شوی دي.

پنجشیر د افغانستان یوه له هغه سیمو څخه وه چی د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ م کال پوری طالبان پدی نه وو توانیدلی چی دغه سیمه تر خپلی ولکی لاندی راولي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی