1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سرتیري بیا یو امریکايي پوځي وواژه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعه
https://p.dw.com/p/14tt4

د جمعې په ورځ د کنر په ولایت کې یوه وگړي چې د افغان ځواکونو یونیفرم ئې پر تن وو پر بهرنیو ځواکونو باندې ډزې وکړي او یو بهرنۍ سرتیری ئې وواژه. د نو د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې شلم بهرنی سرتیری دئ چې د یوه داسې وگړي له خوا وژل کیږي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یونیفرم ئې پر تن وي.

په پېښه کې وژل شوي سرتیری امریکایي دئ. برید کوونکې تر دې پېښې وروسته له سیمې څخه په تیښته بریالی شوی دئ. په دې پیښه کې ده نور سرتیري ټپیان شوی هم دي.