1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سرتیري د پوځي روزني له پاره پاکستان ته ورسیدل

dpa۱۳۹۳ بهمن ۱۷, جمعه

د افغان امنیتي ځواک یوه ډله د جمعې په ورځ د پاکستان پوځي اکاډمي ته د زده کړو په موخه رسیدلې ده. دا اقدام تر هغه وروسته شوی دی چې پاکستان او افغانستان له ترهگرې سره په مبارزې کې پر لا ډیرو همکاريو ټینگار کوي.

https://p.dw.com/p/1EWOO
انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفهانځور: picture-alliance/dpa

یوه پاکستاني پوځي چارواکي د آلمان خبري آژانس ته د نوم د نه ښوولو به شرط ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د افغان امنیتي ځواک شپږ غړي اسلام آباد ته ورسیدل. دغه افرانس ته د راتلونکو اتلسو میاشتو له پاره د پاکستان په ایبت آباد کې په یوه پوځي اکاډمي کې زده کړي ورکول کيږي.

یوه افغان امنیتي چارواکي هم په کابل کې همدې خبري آژانس ته ویلي دي چې په راتلونکې کې به لا ډیر افغان امنیتي ځواکونه پاکستان ته د روزنې په موخه واستول شي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي، دغه اقدام د اسلام آباد او کابل تر منځ د اړیکو د ښه کیدو یوه نښانه بللې ده او ویلي یې دي: «دا د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کولو په مخو یو ډیر مهم اقدام دی. پر دې سره به د دواړو هیوادونو تر منځ په ټولو برخو کې همکارۍ پراخي او ژوري شي.»

تر دې دمخه د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف، تیر کال کابل ته د خپل سفر پر مهال په پاکستان کې د افغان امنیتي ځواک د روزنې وړاندیز کړی وو.

دغه افسران په داسې حال کې پاکستان ته د روزنو له پاره رسیدلي دي چې همدا اوس یو افغان پلاوی په پاکستان کې دی، څو د اسلام آباد او کابل تر منح له یاغیانو سره د مبارزي په برخه کې پر لا ډیرو همکاريو باندي وغږیږي.

پاکستان او افغانستان یو پر بل باندي تورونه لگوي چې د یاغیانو ملاتړ کوي او له دې لارې غواړي خپلو اهدافو ته ورسیږي خو دواړه هیوادونه دغه تورونه ردوي او له ترهگرۍ سره پر یوې سیمه ییزي پراخي مبارزې باندي ټینگار کوي.