1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سرتېري ۴ امريکايي سرتېرو ته مرګژوبله اړولې

۱۳۹۶ خرداد ۲۱, یکشنبه

درې امريکايي سرتېري د يوه افغان سرتېري په ډزو کې وژل شوي او يو بل تن ژوبل شوی هم دی. افغان چارواکو تائيد کړې ده چې د افغان پوځ يوه سرتېري د هېواد په ختيځ کې د امريکايي ځواکونو په يوې ډلې باندې وسلوال ‌‌بريد کړی دی.

https://p.dw.com/p/2eTec
Afghanistan US-Soldaten
انځور: picture-alliance/DoD/Newscom/US Army Photo

د اسوشيتد پرس خبري اژانس د ننګرهار د والي د وياند، عطاالله خوګياڼي، په قول ليکلي چې دغه بريد د شبنې په ورځ پېښ شوی دی. ښاغلي خوګياڼي هم د شنبې په ورځ ويلي دي چې دغه پېښه د اچين په ولسوالۍ کې شوې ده او پکې دوه امريکايان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون د يکشنبې په ورځ په خپله اعلاميه کې د خپلو درو امريکايي عسکرو د وژل کېدو او د يوه بل سرتېري د زخمي کېدو خبر ورکړی دی. دغسې داخلي بريدونه چې د «زرغون پر آبي» بريدونو په نوم مشهوره دي، د ناټو د څه باندې يوې نيمې لسيزې ماموريت راهيسې په وار وار تر سره شوي دي.

په ننګرهار کې امنيتي چارواکو ويلي دي چې بريدکوونکی افغان سرتېری د امريکايي ځواکونو په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی. د سږ کال په مارچ مياشت کې هم يوه افغان سرتېري د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې پر ناټو ځواکونو باندې ټکان کړي او درې تنه بهرني سرتېري يې زخميان کړي ول. هغه افغان سرتېری هم په متقابلو ډزو کې ووژل شو.

پر افغان ځواکونو باندې هوايي بريد

د افغان چارواکو په خبره تېره ورځ د ناټو يوه هوايي بريد د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې يو څو تنه افغان سرتېري ووژل او ژوبل کړل. امريکايي ځواکونو يوه اعلاميه خپره کړې چې پکې ويل شوي: «موږ يوازې دا تائيدولی شو چې افغان امنيتي ځواکونه د ګډو عملياتو په ترڅ کې تېره شپه د هلمند په ولايت کې وژل شوي دي.» په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې اړه تحقيقات پيل شوي دي.