1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان طالبانو ډیر زغروال موټر او وسلې نیولي»

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۲۴, چهارشنبه

د یوه رپوټ له مخې په تیرو وختونو کې د افغان طالبانو لاس ته ډیر شمیر زغروال موټر او وسلې ورغلې دي. د آلمان خبر آژانس دغه رپوټ د یوې ځایي افغان رسنۍ په حواله ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1K1g8
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د سه شنبې په ماښام د بدخشان والي له طلوع تلویزون سره په مرکه کې خبرداری ورکړی دی چې اوس دغه زغروال موټر او وسلې د پوځ او پولیسو پر ضد کارول کیدای شي. د نوموړي خبري آژانس په وینا دې ته ورته رپوټونه په ځیني نورو ولایتونو کې هم ورکړل شوي دي.

ډي پي اې، په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل، د معلوماتو له مخې یوازې په تیرو دوو میاشتو کې شا او خوا ۲۰۰ زغروال موټر د طالبانو لاس ته ورغلي دي چې په کې گران بیه هوموي، زغروال موټر شامل دي.

د امنیتي چارو یوه لویدیځوال کارپوه له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې طالبان دغه موټر او وسلې پر امنیتي پوستو باندې د یرغلونو پر مهال نیسي.

د ناټو د پوځي ماموریت ویاند چارلس کلیولند، د دغې اندیښنې په هکله اعتراف کړی خو په عین وخت کې یې دې ته اشاره کړې ده چې هوموي زغروال موټر د یاغیانو په موندلو کې مرسته کولی شي.

هغه ویلي دي: «دا به له موږ سره مرسته وکړي چې هغوی له پتنځایونو راوباسو.»

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې په تیرو میاشتو کې د طالبانو له لوري په استعمالیدونکو ټولنیزو شبکو کې د هغوی د جنگیالیو داسې انځورونه لاندې باندې کیدل چې د هوموي موټرو او یا نیول شوي وسلو سره یې اخیستي وو.

د طالبانو برید په انځورونو کې: