1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان قاچاق وړونکی په عمر قید محکوم شو

۱۳۹۱ خرداد ۲۴, چهارشنبه

په امریکا کې یو افغان وګړی د مخدره توکو د قاچاق او د طالباب جنګیالیو د تمویل په تور په عمري قید محکوم شوی دﺉ. هغه په نړۍ کې د نشه ئې توکو له ډیرو لویو توزیع کوونکو څخه یو وو. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15D9o
انځور: AP

دغه وگړی حاجې باغچو نومیږي او د سې شنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې په عمري قید محکوم شو. هغه د پاکستان پولې ته نزدې په یوه مخفي لابراتوار کې هیرویین پروسس کول او له ۲۰څخه ډیرو هیوادونو ته ئې استول.

چارواکي وایي چې حاجي باغچو په ۲۰۰۹ کال کې د افغان او امریکايي سرتیرو له خوا نیول شوی دئ. دغه افغان وگړی تر هغه وروسته امریکا ته لیږدول شوی دئ. امریکایي څارنوالانو ویلي دي چې د دې وگړي شبکې د افغانستان په شرق کې په زرونو کیلو گرامه هیرویین تولید کړي دي. ویل کیږي چې دغه هیرویین متحده ایالاتو ته هم استول شوي دي. همدا راز زیاته شوې ده چې حاجي باغچو د طالبانو له یوه قوماندان سره چې له ده څخه ئې د افغان ځواکونو پر وړاندې ساتنه کوله مالي مرستې هم کړې دي.

حاجي باغچو د واشنگتن په محکمه کې خپل ځان بې گناه وباله. د هغه وکیل د دې وگړې د سزا د کمولو غوښتنه هم وکړه، ځکه چې د هغه په خبره حاجي باغچو لږ تر لږه ۷۰ کاله عمر لري او له روغتیایي ستونزو سره لاس او گریوان دئ.

خو د محکمې یوه قاضي د سزا د کمولو غوښتنه رد کړه او ویویل چې حاجي باغچو د زیاتو مخدره موادو د تولید مسئول دئ او له همدې کبله باید هغه ته سخته سزا ورکړل شي.
همداراز په محکمه کې دا هم په پام کې ونیول شول چې حاجې باغچو له هغو پیسو څخه چې د مخدره توکو له قاچاقه څخه ئې تر لاسه کړي دي څه ډول استفاده کړې ده. څارنوالانو د محکمې په یاداشتونو کې لیکلي دي چې دغه افغان وگړي د مخدره توکو له لارې خپلي لاس ته راوړل شوې پېسې د یاغیانو د تمویل له پاره مصرف کړي دي.

د څارنوالونو په خبره حاجې باغچو طالبانو ته نقدی پیسې ورکړي دي، هغوی ته ئې وسلي رانیولي دي او نور امکانات ئې ورته برابر کړي دي. څارنوالو زیاته کړې ده چې دغه وگړي او اولادونو ئې ادعا کوله چې له افغانستان څخه د امریکایانو د ایستلو له پاره جنگیږي.

امریکا د ۲۰۰۴ کال په پای او د ۲۰۰۵ کال په پیل کې د حاجي باغچو په اړه خپلې څیړنې پیل کړې. په دې ترڅ کې هغوی د دې وگړي له مرستیال څخه پخپله گټه کار اخیستی دئ او له هغه څخه ئې د حاجې باغچو په اړه معلومات راټول کړي دي.

د هغو کسانو په ډله کې چې د حاجي باغچو په نیولو کې ئې مرسته کړې ده یو افغان پولیس هم شامل دئ چې له حاجي باغچو سره ئې یوه تیلیفوني اړیکه ثبت کړې ده.

د لاس ته راغلو ارقامو له مخې حاجې باغچو په ۲۰۰۶ کال کې د ۱۲۳ زره کیلو گرامو هیرویینو د قاچاقو مسئول وو چې ارزښت ئې ۲۶۱ میلیونه ډالرو ته رسیږي. دا په دې کال کې په نړۍ کې د تولید شوو هیرويینو پنځمه برخه وه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم