افغان ماشومان: ښوونځیو ته مو اور مه ورته کوئ
په لسهاو افغان ماشومان د سولې د نړیوالې ورځ په ویاړ د دوشنبې په ورځ د افغانستان پارلمان مخې ته راټول شول. دغو ماشومانو د سولې په حق او د جگړې پر ضد شعارونه ورکړل.
په لسهاو افغان ماشومان د سولې د نړیوالې ورځ په ویاړ د افغانستان پارلمان مخې ته راټول شول او په هیواد کې یې د سولې راتلو غوښتنه وکړه، او د جنگ پر ضد یې شعارونه ورکړل.
دغو ماشومانو له ځان سره د افغانستان بیرغونه لیږدول او د «موږ سوله غواړو»، «موږ ماشومان افغانستان آبادو»، «د ماشومانو وژل جنایت دی» په شان شعارونه یې ورکول. هغوی د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تیریو د مخنیوي غوښتنه کوله.
دغو ماشومانو له ځانه سره داسې شعارونه لیږدول، چې په کې له وسلوالو څخه غوښتل شوي وو، چې د دوی ښوونځي دې نه سوځوي. د افغانستان د معارف وزارت د ارقامو له مخې د هیواد به بېلابېلو برخو کې د دوو میلیونو څخه زیات ماشومان د ناامنۍ له ویرې ښوونځیو ته له تگ څخه محرومه دي.
د پارلمان ودانۍ مخې ته د راټولو شوو ماشومانو بله غوښتنه د ځانمرگي او بمي چاودنو د درول وو. ملگري ملتونه وایي چې د وسلوالو یاغیانو له لوري د تر سره کیدونکو بریدونو زیاتره قربانیان ملکي وگړي دي، په ځانگړې توگه ماشومان او ښځې.
دغه ماشومان «له ښځو او ماشومانو څخه د ملاتړ او د هغوی د ودې موسسې» له خوا د پارلمان مخې ته راوستل شوي ول. د دغې موسسې چارواکو وویل چې ماشومان غواړي خپل پیغام د پارلمان وکیلانو ته ورسوي.
د میترا په نوم یوې ماشومې د دغو ماشومانو پریکړه لیک ولوست. په پریکړه لیک کې پر دې خبره باندې ټینگار شوی وو چې نور باید ماشومان د جگړې قرباني نه شي: «موږ خو له چا سره بد نه دي کړي خو بیا هم موږ ښوونځي ته له تلو ویریږو چې څوک مو برمته نه کړي او پر موږ باندې تیری و نه شي. ایا زموږ گناه همدا ده چې موږ ضعیفه یو او له ځانه دفاع نه شو کولای.»
له ماشومانو سره په لیږدیدونکي شعارونه کې د افغانستان په یووالي هم ټینگار شوی وو. دغو ماشومانو وویل چې پر دې باندې باید ټول پوه شي، چې راتلونکی نسل د جگړې پلوي نه دی.
همداشان د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغان ماشومانو تعلیمي سرکس هم یو نمایش نندارې ته وړاندې کړ. د دغه نمایش وړاندې کوونکي هم ماشومان ول.
افغان ښځو هم په کابل کې په «باغ زنانه» کې د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه غونډه تر سره کړه او د جگړې له ښکیلو اړخونو څخه یې وغوښتل چې نور دې بشري حقونه، نه تر پښو لاندې کوي.