1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مشران: که ISI طالبان استعمالوي نو د پاکستان سره بايد خبري وسي

۱۳۹۰ مهر ۷, پنجشنبه

افغان سياسي کارپوهانو او نخبه ګانو د ولسمشر کرزي سره په خپله ليدنه کي د سولي د بهير په اړه خبري کړي. دوی دا موضوع چي ايا ياغيان په رشتياهم غواړي د افغانستان اوږدې لانجې ته يوه سياسي حل لاره پيدا کړي تر سوال لاندي نيولي.

https://p.dw.com/p/12j7g
کرزی د نورو مشرانو او ولسي جرگې د غړو سره
کرزی د نورو مشرانو او ولسي جرگې د غړو سرهانځور: dapd

افغان ولسمشر حامد کرزي وروسته تر هغه چي تيره اونۍ د سولي د عالي شورا پخوانی مشر برهان الدين رباني ووژل سو د افغانستان د سياسي کارپوهانو او مشرانو سره د افغانستان د سولي د بهير د راتلونکي په اړه خبري کړي.

 

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ د يوې خبرپاڼي په حواله ولسمشر سره په غونډه کي د افغانستان د کابيني وزيران، قضاييي قوې غړي، پخواني جهادي قوماندانان او د ولسمشر دواړه معاوينين حاضر ول.

 

د ولسمشرۍ ماڼي د خبر پاڼي په حواله دغو افغان مشرانو پر پاکستان نيوکي وکړي او وويل چي طالبان دومره آزادي نه لري چي يوازي د افغانستان د جګړې په اړه فيصله وکړي او د طالبانو پر ځای يي د اسلام آباد سره د خبرو اترو د ترسره کولو وړانديز وکړ.

 

د ولسمشرۍ مانۍ په خبر پاڼي کي په غونډه کي د حاضرو جهادي رهبرانو، ملي شخصيتونو او سياستوالو په حواله راغلي:

 

« د سولي لپاره د وروستيو درو کلنو کوښښونو په ترڅ کي طالبانو زموږ ديني علما، قومي مشران، ښځي، ماشومان، واړه او زاړه شهيدان کړي دي. د رباني په وژلو سره هغوی ددې خبري پخلی وکړ، چي نه سي کولای په يوازيتوب سره پريکړي وکړي. اوس سوال دادی چي موږ بايد د چا سره د سولي خبري وکړو.»

 

په خبر پاڼي کي دا خبره نه ده راغلې، چي د غونډي کوم ګډون وال د دغو څرګندونو سره مخالفت کړی او که نه. خبر پاڼي د دغي موضوع په اړه د کرزي د غبرګون جزئيات هم نه دي راوستلي.

 

ولسمشر کرزي د روان کال د جون په مياشت کي اعلان وکړ چي متحده ايالاتو د طالبانو سره اړيکه ټينګه کړې خو لا تر اوسه هغي مرحلې ته نه دي رسيدلي، چي طالبان او افغان حکومت خبرو ته سره کښېني.

 

طالبان د ISI لخوا استعماليږي

 

د سې شنبې په ورځ د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر د رباني د وژني په اړه د لومړنيو پلټنو پايلي ولسمشر کرزي ته وړاندي کړې. د دغو پلټنو پايلي ښيي چي د رباني د وژني پلان د افغانستان څخه بهر طرح سوی وو او کيدای سي، چي د دغه پلان په جوړولو کي د طالبانو د کوټي شورا ښکيل وي.

 

ډيری افغانان پر پاکستان نيوکي کوي، چي استخباراتي اداره يې د ياغيانو څخه ملاتړ کوي ترڅو خپلو اهدافو ته ورسيږي. خو پاکستان تل دغه خبر ردوي.

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره سوې خبر پاڼه کي همداراز راغلي، چي د کرزي سره په غونډي کي حاضرو کسانو پر دې خبري هم نيوکه کړې، چي د افغانستان د حکومت هغه هڅي چي غواړي د پاکستان سره ښي اړيکي ولري يو اړخيزه دي.

 

په خبرپاني کي د غونډي د ګډونکونکو له خولې راغلي:

 

« پاکستان د تروريستانو د پټنځايونو د له منځه وړلو لپاره او په دغه خاوره کي د هغو د روزني د مخ نوي لپاره تر اوسه هيڅ کار هم نه دی کړی. اوس که طالبان د ISI لخوا استعماليږي نو افغانستان بايد د پاکستان سره خبري وکړي نه د طالبانو سره.»

 

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل