1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان مهاجرو پر يوه ۱۷ کلن ايراني جنسي تيری کړی»

۱۳۹۵ آبان ۱۴, جمعه

د راپورونو له مخي د جرمني پوليسو هغه ۷ تنه افغان مهاجر نيولي دي چي پر يوه ځوان ايراني باندي ئې جنسي تيری کړی او د دغه کار ويډيو ئې ثبت کړې ده. ويل سوي دي چي په دغه جنسي تيري کي چي څو واره سوی لسو کسانو برخه لرله.

https://p.dw.com/p/2S7ym
Deutschland Flüchtlinge kommen an der ZAA in Berlin an
انځور: Getty Images/S. Gallup

د جرمني پوليسو د دغه هیواد په بادن وتمبرگ ايالت کي د دغو لسو شکمنو افغان مهاجرو پر استوگنځای چاپه وهلې او هغوی ئې نيولي دي. دغه افغان مهاجر پر يوه ۱۷ کلن ايراني باندي په جنسي تيري تورن دي.

ويل سوي دي چي دغو ۱۰ افغان مهاجرو څو واري پر دغه ايراني ځوان باندي جنسي تيری کړی او د تيري پرمهال ئې ويډيو ثبت کړې ده.

په توبينگن کي د جرمني څارنوالۍ او د کالسروهه پوليسو ويلي دي چي د پنجشنبې په ورځ ۳۰ پوليسو د دغو مهاجرو د نيولو په عملياتو کي برخه لره.

د دغي قضيې څېړونکو ويلي دي: «دغه افغان مهاجر پر يوه ۱۷ کلن ايراني باندي په وارو وار جنسي تيري او د دغه کار [جنسي تيري] په فيلم اخيستلو باندي تورن دي.»

د دغي قضيې د ۷ کسانو د نيولو لارښوونه سوې وه او اوس هغوی بنديان دي.

نور مطالب: