1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان مهاجر بايد له آلمان څخه ونه ايستل سي»

۱۳۹۴ دی ۸, سه‌شنبه

د آلمان د حکومت له خوا د بشري حقونو له پاره ځانګړي استازي له آلمان څخه د ناقبول سوو افغان مهاجرو د ايستلو پلان غندلی دی. نوموړی ويلي چي «افغانستان خوندي هيواد نه دی.»

https://p.dw.com/p/1HUtN
انځور: picture-alliance/dpa/D. Naupold

کريسټوف شترېزر د آلمان د حکومت له خوا د بشري حقونو ځانګړی استازی دی. د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند دغه غړي د حکومت هغه پلانونه سخت غندلي دي چي غواړي ناقبول سوي افغان کډوال افغانستان ته واستوي.

شټرېزر ويلي: «هغه مباحثې چي «د افغانستان دننه د هجرت بديل» په تړاو کيږي، يو غېر معقول فکر دی.» نوموړي دا څرګندونې د آلمانۍ ورځپاڼي «ډي وېلټ» سره په مرکه کي کړي چي د دغه ورځپاڼي د سه شنبې د ورځي (د دسامبر ۲۹مه) په ګڼه کي خپره سوې ده.

د دسامبر مياشتي په پېل کي د آلمان د مرکزي حکومت او فډرالي ايالتونو د کورنيو چارو وزيرانو پر دې تفاهم سره کړی ؤ چي د افغانستان پناه غوښتونکي به له آلمان څخه بېرته خپل هيواد ته ولېږدوي. خو د افغانستان داسي سيمو ته چيري چي امنيت خوندي وي.

«لېږد ممکن او جايز دی»

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر هغه وخت ويلي ول چي د افغانستان و خوندي سیمو ته د پناه غوښتونکو لېږدول ممکنه او جايز دي. په روان مېلادي کال و آلمان ته په راغلو پناه غوښتونکو کي تر ټولو زيات له سوريې او پر دويم نمبر زيات له افغانستان څخه راغلي دي.

د بشري حقونو لپاره د آلمان د حکومت ځانګړي استازي شټرېزر په دې هکله شک ښودلی دی، چي په افغانستان کي به خوندي سيمي موجوده وي. په داسي حال کي چي آلمان پر دې غور کوي چي په افغانستان کي خپل پوځي حضور زيات کړي. شټرېزر ويلي: «دا يو ناسم تصور دی چي په «خوندي سيمو» کي انسانان واچول سي او د هغوی د محافظت له پاره پوځ وګومارل سي.»

د آلمان په فډرالي شورا بُنډسټاګ کي د مهاجرو د سياست له پاره د زرغون ګوند وياندي لوييزه امټسبېرګ له آلمان څخه د مهاجرو د ايستلو پلان غېرمسؤلانه بللی دی. هغې ويلي: «افغانستان خوندي هيواد نه دی.» هغې زياته کړې: «د حکومت دا پلان چي په راتلونکي کي زيات افغانان بېرته خپل هيواد ته ولېږدوي غېر مسؤلانه دی او د افغانستان د امنيتي وضعې سره سر نه خوري چي ورځ تر بلي د خرابېدو په حال کي ده.»