1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مهاجر: د ادغام سربيره اخراج؟

۱۳۹۶ خرداد ۱۳, شنبه

تر اوسه پورې له آلمان څخه تر سلو ډیر افغان مهاجر اخراج شوي دي. خو پوښتنه دا ده چې په دې برخه کې پريکړې څرنګه نيول کيږي او کوم کسان بايد اخراج شي؟ د اخراج معیارونه د آلمان په مختلفو ایالتونو فرق کوي.

https://p.dw.com/p/2e5iB
Freie Waldorfschule Augsburg, Schülerprotest gegen Abschiebung
انځور: Freie Waldorfschule Augsburg

افغان مهاجر علي رضا يواځې شپږ مياشتې وخت لاره تر څو ځان د بايرن د ايالت اوسبورګ ښار په يوه ښوونځي کې عادت کړي، خپلو ټولګيوالو سره د تينيس او واليبال لوبې ترسره او له درسونو وروسته هغو سره په ګډه د کور پر لور روان شي.

د دغه ځوان افغان مهاجر ټولګيوال په بشپړ رضايت سره هغه يو «ښه» او «مينه ناک» ادغام شوی مهاجر ګڼي. خو علي څو اوونۍ مخکې ۱۸ کلن شو او له برلين څخه يې يو مکتوب ترلاسه کړ: چې هغه بايد له آلمان څخه اخراج شي.

خو د يوهانس شميت او لوکاس لپاره د علي د اخراج په اړه هيڅ دلیل شتون نه لري. دوی دواړه د علي ټولګيوال دي. يوهانس په ټينګار سره وايي: « هغه په مطلقه توګه هيڅ کومه تيروتنه نده کړې». علي د ښوونځي درسونو تر څنګ، په رضاکارانه توګه يوه عملي دوره هم تيره کړې ده. هغه هڅه کوي چې د حرفوي زدکړو ترڅنګ خپل ښوونځي ته هم ادامه ورکړي.

په همدې دليل د هغه ټولو ټولګيوالو ته ډير ژر دا روښانه شوه، چې: «علي بايد زمونږ تر څنګ پاتې شي! هغه نبايد اخراج شي». هغوي دغه پيغام له يو غوښتنليک سره د انترنيت له لارې د بايرن ايالت د کورنيو چارو په وزرات کې خپور کړ. په همدې منځ کې دغه غوښتنليک د ۴۲ زره تنه آلمانيانو لخوا لاسليک کړل شو.

يوازې اروپا پر لور مهاجرت
يوهانس او لوکاس دويچه ويله سره مرکه کې د خپل افغان ټولګيوال په اړه ډیرې کيسې کړي دي: علي تيرکال مني په داسې حال کې چې مور او پلار يې په ايران کې پاتې شول په يوازې سر يې ځان اوسبورګ ښار ته ورساوه. ۱۶ کلن علي د داسې يو حالت سره مخ شوی وو چې له ايران څخه له وتلو پرته ورته بله چاره نه وه. ځکه د ايران پوليسو علي نيولی وو او ګواښ يې ورته کړی وو که چيرې سوريې ته د « اسلامي دولت» يا داعش پر ضد جګړې ته لاړ نشي نو اخراج به يې کړي. په همدې دليل هغه اروپا پر لور وتښتيد.

اوس علي باید افغانستان ته وګرځول شي، داسې يو هيواد ته چې کورنۍ په کې نلري او يوه ناڅرګنده راتلونکې ورته په انتظار کې ده. په افغانستان کې امنيتي وضعيت ښه ندی. د کابل د چهارشنبې ورځ خونړۍ تروريستي پيښه وروسته چې له ۸۰ څخه زیات کسان په کې ووژل شول او په سلونو نور ټپيان شول، د آلمان حکومت په موقتي توګه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ ودروله. اوسمهال د افغانستان په مختلفو سيمو کې افغانان د طالب جنګياليو او داعش ډلې لخوا تر تروريستي بریدونو لاندې نيول کیږي.

له ښوونځي څخه د افغانستان پر لور اخراج
د افغانستان د موجوده بد امنيتي وضعيت سربيره، په پام کې وو چې ۲۱ کلن افغان مهاجر عاصف ن افغانستان ته بيرته واستول شي. دغه قضيې، وروسته له هغې يو لړ اعتراضونه رابرسيره کړل کله چې د نورنبرګ ښار پوليسو د چهارشنبې په ورځ غوښتل هغه ښوونځي کې د درسونو پر مهال ونيسي او شپې يې په يوه الوتکه کې افغانستان ته واستوي.

کله چې د عاصف ټولګيوالو هڅې وکړي تر څو هغه له نيولو څخه وژغوري، پوليسو سره اخ و ډب رامنځ ته شو. عاصف تر دې مخکې په يوه روزنيزه دوره کې د ترکاڼۍ کسب زده کړی او ترکان دی. هغه دغه راز په يوه ښوونځي کې عملي حرفوي زدکړې هم ترسره کړې دي. خو د عاصف اخراج په کابل کې د خونړۍ تروريستي پيښې له رامنځته کيدو وروسته په موقتي توګه وځنډول شو.

خو دا چې آلمان په افغانستان کې د بدو امنيتي شرايطو د شتون سربيره رد شوي افغان مهاجر اخراجوي، دغه اقدام يې د مدني فعالانو او د آلمان د کيڼ او زرغون ګوندونو سياستوالو لخوا تر نيوکو لاندې راغلی دی. برلين غواړي هغه افغان مهاجر چې د پناه غوښتنې يې رد شوي دي اخراج کړي. په دې لړ کې له دسامبر مياشتې راپديخوا ۱۰۶ تنه افغان مهاجر افغانستان ته اخراج شوي دي.

په دې اړه د آلمان ټولو ايالتونه توافق ته رسيدلي دي. له دې سربيره، د ۱۶ ايالتونو څخه هر يو په خپل واک سره دا تصميم نيسي چې کوم مهاجر بايد د آلمان خاوره پريږدي او په دې برخه کې کوم کوم معيارونه په پام کې ونيسي.

بايرن د يو استثنا ايالت په توګه
په تيرو مياشتو کې د آلمان اکثرو ايالتونو دا پريکړه وکړه چې هغه افغانان به بيرته خپل هيواد ته اخراجوي چې د قانون خلاف اعمالو مرتکب پيژاندل شوی وي. خو شلسويګ هولشتاین ايالت بيا په فبروري مياشت کې د برلين سياست پر وړاندې په ښکاره ودريد او د اخراج ټول موارد يې متوقف کړل.

د آلمان په سويلې ايالت بايرن کې بيا مسئله بل دول ده. د دغه ايالت د مهاجرت له شورا څخه شتفان دونوالد وايي: «  بايرن د آلمان د نورو ټولو ايالتونو پر خلاف، نه يوازې هغه مهاجر چې د جرم مرتکب ګرځيدلي وي اخراجوي، بلکه ناروغان يا هغه مهاجر چې د يوه کال په موده کې په ښه توګه په ټولنه کې ادغام شوي هم دي، اخراجوي».

ولې د بايرن ايالت په مشخص ډول ځوان مهاجر چې په رضاکارانه توګه کار هم کوي او ادغام شوي دي، اخراجوي؟ د مدافع وکيل په ځواب کې وايي: « د افغانانو په اړه مسئله په انفرادي توګه نده، بلکه دا په دې برخه کې سختي او قاطعيت ښکاره کول دي». هغه وايي چې د اخراج مسئله په بشپړه توګه يو سياسي تصميم دی، په ځانګړي توګه د مهاجرت قانون د انتخاباتي کمپاينونو له وخت سره تړاو لري.

Deutschland Demonstration gegen Abschiebung von Flüchtlingen
انځور: picture alliance/dpa/M. Balk
Afghanistan Explosion in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai