1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان میرمنې د بدلون د لسیزې په اړه اندیښنه لري

حسین سیرت۱۳۹۲ اسفند ۱۱, یکشنبه

له ۳۴ ولایتونو څخه د ښځو د حقونو په لسهاو تنو فعالانو د «افغانستان د ښځو په ملي جرگه» کې د تحول د لسیزې په اړه انديښنه څرگنده کړه. هغوی وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به هغوی حقوق تر پښو لاندې شي.

https://p.dw.com/p/1BICx
انځور: DW/H.Sirat

دغه جرگه د افغانستان د بشري وضعیت د څار او د ملگرو ملتونو د ښځو د ادارې له خوا په کابل کې جوړه شوې. پلان شوې ده چې په دې جرگې کې د افغان ښځو نظرونه، وړاندیزونه او اندیښنې مطرح او بیا افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته وړاندې شي.

د دې جرگې یوې گډونکونکې او د افغانستان د پارلمان غړې فرخندې زهرا نادري، د یکشنبې په ورځ وویل چې ډیر شمیر کسان په دې اند دي چې په افغانستان کې په وروستیو لسو کلونو کې د ښځو د حقوقو په برخه کې پرمختگونه تر ډیره بریده د نړیوالې ټولنې او په افغانستان کې د هغوی د پوځي حضور له کبله رامنځ ته شوي دي. میرمن نادري زیاته کړه چې دغه کسان ویره لري چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به یو ځل بیا د ښځو حقوق له گواښ سره مخامخ شي: «په تیرو دولسو کلونو کې ښځې د واک ريښو ته نه دي رسیدلي. داسې کسان شته چې وایي، د نړیوالې ټولنې فشار وو چې موږ ښځې په بیلابیلو ځایونو کې په کار وگومارلې.»

تر هغه وروسته چې افغان ولسمشر له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون له لاسلیکولو ډډه وکړه، افغان میرمینو د پخوا په پرتله خپل غږ لا ډیر لوړ کړی او غواړي چې نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورسوي چې که هغوی هیرې شي، نو کیدای شي چې یو ځل بیا یې حقوق تر پښو لاندې شي.

د تحول په لسیزې کې تر ټولو مهمې موضوعگانې راتلونکې ولسمشر ټاکنې، له طالبانو سره د سولې خبرې اترې، د افغان ځواکونو له خوا د امنیتي مسوولیتونو پر غاړه اخیستل، افتصادي وده او له افغانستان سره د بهرنیو مرستو کمیدل شامل دي. د ښځو جرگې هم پر همدغو موضوعگانو باندې بحث وکړ.

د پر شا تلو ویره

پلان شوې ده چې د روان کال تر پایه پورې ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. افغان میرمني همدا اوس هم اندیښنه لري چې نه شي د بهرنیانو له وتلو سره طالبان یو ځل بیا واک تر لاسه کړي او هغوی ته ان له کوره د بهر تلو اجازه ور نه کړي.

د بشري حقونو په کمیسیون کې د ښځو د چارو کمیشنرې ثریا صبحرنگ، په دې جرگه کې وویل: «ډیر وخت د یوه انسان او یوې تبعه په توگه د ښځو ونډه غایبه وه. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو هویت تر سوال لاندې راغلی وو.»

د افغان میرمنو منشور

د ښځو د حقونو په برخه کې فعالانو په وروستیو وختونو کې خپلې غوښتنې راټولې او هغه یې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته د «افغان میرمنو د منشور» تر عنوان لاندې وسپارلې.

میرمن صبحرنگ وویل، د دې له پاره چې د افغان میرمنو لاس ته راوړنې له لاسه ولاړې نه شي، باید نړیواله ټولنه د هغوی غږ واورې. هغې زیاته کړه: «د افغان میرمنو غږونه باید د ټولې نړۍ د ښځو، د آزادي غوښتونکو ښځو او عدالت غوښتونکو ښځو له غږونو سره یوځای شي. ترڅو افغان میرمنې هم د عدالت غوښتنې په خوځښت کې خپل ځای وموندي.»

د افغان میرمنو په حواله د افغانستان د ښځو منشور هیڅ کومې ادارې او سازمان پورې تړلی نه دی بلکې د ښځو د لاس ته راوړنو د ساتلو او پرمختگ له پاره د هغوی غږ دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب