1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان هوايي ځواک ته جنگي الوتکي ورکړل سوي

۱۳۹۴ دی ۲۵, جمعه

امریکا متحدو ايالاتو د افغانستان هوايي ځواک ته څو جنگي الوتکي په اختيار کي ورکړي دي. دغو الوتکو ته افغان پيلوټان په امریکا کي روزل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1He2J
انځور له ارشيف څخه
انځور: Embraer

د روسيې خبري آژانس انترفکس، ليکي چي امريکا متحدو ايالاتو د افغانستان پوځ ته د هغو جنگي الوتکو يوه برخه په اخيار کي ورکړې ده چي ژمنه ئې کړې وه.

دغه آژانس د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي لیکي دي چي افغان پيلوټانو ته څلور А-29 Super Tucano جنگي الوتکي په اختيار کي ورکړل سوي چي ډېر ژر به له افغان امنيتي ځواک سره هوايي ملاتړ پيل کړي.

د تيرکال په وروستيو کي اته تنه افغان پيلوټان د امريکا متحدو ايالاتو په هوايي اډه کي په دې برخه کي وروزل سول.

د برازيل د Embraer شرکت جوړ دغه سپکي جنگي الوتکي په جگړه کي د ډېرو هدفونو د ويشتلو له پاره استعمالیږي.

پر دې سربيره د افغانستان هوايي ځواک ته بايد امريکا متحد ايالات ۲۸ MD-503F څرخۍ الوتکي هم په اختيار کي ورکړي.

افغان امنيتي ځواک په وارو وار ويلي دي چي بې له هوايي ځواکه د دښمن ماتول سخت کار دئ. افغان هوايي ځواک يو وخت دې ته مجبوره سو چي په Mi-17 ډوله روسۍ څرخۍ الوتکو کي وسلې نصب کړي.

د افغانستان غرنيو سیمو ته په کتو سره د جگړې پرمهال د امنيتي ځواکونو هوايي ملاتړ ډېر اړين بلل سوی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب