1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان وزير د کډوالو د غمخوړلو لپاره ايټاليا ته رسېدلی

۱۳۹۰ شهریور ۲۴, پنجشنبه

يو لوړ پوړی افغان پلاوی، چي مشري يي د کډوالو چارو وزير جماهير انوري کوي د اروپايي ټولني د ځينو غړو هيوادونو له چارواکو سره د ليدو کتو او له هغوی سره د افغان کډوالو د برخليک په اړه د خبرو اترو لپاره ايټاليا ته رسيدلی دی.

https://p.dw.com/p/12ZPX
د ايټاليا د لامپيدوسا پنډغالی
د ايټاليا د لامپيدوسا پنډغالیانځور: picture alliance/dpa

ايټاليا هغه ملک دی، چي ډيری افغانان د دغه هيواد له لاري د اروپايي  ټولني نورو ملکونوته د تګ لاره غوره کوي.

له تيرو څو لسيزو راهيسي په سلګونو زره افغانان بهرنيو هيوادونو ته د يوه ښه راتلونکي د درلودو په موخه کډه سوي دي خو داسي افغانان هم سته چي له کلونو کلونو راهيسي د ايټاليا په ګډون په يو شمير اروپايي هيوادونوکي د بي سرنوشتۍ شپې او ورځي صبا کوي.

د کډوالو چارو وزارت د خپرونو مشر اسلام الدين جرت وايي ياد پلاوی به د ايټاليا او يونان هيواد له چارواکو سره د ناقانونه افغان کډوالو پر سرخبري وکړي.

نوموړی وايي، په سلګونو تنه افغان کډوال د ايټاليا او يونان په هيوادونو کي بې برخليک په پنډ غالو کي ساتل کيږي په داسي حال کي چي د دغو ملکونو مشرتابه يو شمير هغو ته يي د کډوالۍ قانوني اسناد هم نه ورکوي کوم چي د نړيوالو اصولو سره سم د کډوالۍ د تر لاسه کولو حق لري.

رپوټونه وايي، کورنۍ جګړې، بي وزلي، فقر او اوزګارتيا د يو شمير سياسي لاملونو تر څنګ هغه څه دي چي ډيری افغانان کډوالۍ ته اړ باسي.

ډيری هغه افغانان، چي د اروپايي ملکونو د تګ تکل کوي، د ايران له لاري، لومړی ترکيي او وروسته بيا يونان او ايټاليا ته ځي په داسي حال کي چي د لاري په اوږدو کي داسي پيښي هم رامنځ ته کيږي چي د لسګونو انسانانو ژوند اخلي.

د دغه مسير تر ټولو خطرناکه لاره له ترکيي څخه تر يونان پوري ده په کومه کي چي په تيرو څو کلونو کي د کډوالو په  لسګونو بيړۍ ډوبي سوي دي.

د کډوالو چارو وزارت د خپرونو مشر اسلام الدين جرت وايي، هغه  افغان کډوال، چي د يو شمير اروپايي ملکونو په  پنډغالو کي ژوند کوي او د کډوالۍ د نړيوالو اصولو سره برابر دي بايد د کوربه ملکونو له لوري ومنل سي.

د جرت په وينا، يوازي د ايټاليا او يونان په پنډغالو کي نوي سلنه ميشت افغانان نه دي منل سوي، او ډيری هغه کورنۍ دي، چي له دريو څخه تر څلورو ماشومان هلته پراته دي او کوچنيان يي د فقر او بې وزلۍ له امله له خوارځواکۍ  سره مخ سوي دي.

د کډوالو چارو وزير جماهير انوري ايټاليا ته له تګ دمخه په کابل کي ويلي ول، چي دی به هڅه وکړي د ناقانونه مهاجرتونو او پر خطرناکو لارو د تګ د زيانونه په اړه د عامه پوهاوي د ملي کمپاين د پيلولو په موخه د اروپايي ملکونو مالي ملاتړ خپل کړي.

انوري ويلي ول، چي هيواد ته به له را ستنيدو وروسته هڅه وکړي افغانانو ته د دغه ډول مهاجرتونو د زيانونه په اړه لازم پوهای ورکړي. په داسي حال کي چي تر اوسه پوري ډيری افغانان په دغو پټو لارو د تګ د زيانونه په اړه هيڅ راز معلومات  نه لري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل