1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له اروپا څخه د افغانانو اخراجول د تړونونو خلاف دي»

ستار جهش / رضا شیرمحمدی ۱۳۹۴ آبان ۳, یکشنبه

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو وزیر سید حسین عالمي بلخي، وایي چې افغانستان له آلمان سره یو دوه اړخیزه هوکړه لیک لري چې د کډوالو اجباري اخراج یې خلاف دي.

https://p.dw.com/p/1Gtwk
Flüchtlinge in Olympischer Anlage in Athen untergebracht
انځور له آرشیف څخهانځور: Imago

یوې آلمانۍ ورځپاڼې ویلي دي چې د دغه هیواد حکومت غواړي ډیر شمیر هغه افغان کډوال چې د پناه غوښتنلیکونه يې نه دي منل شوي بیرته افغانستان ته واستوي خو د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو وزیر سید حسین عالمي بلخې، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې هغه له دغه شان یوې پریکړې خبر نه دی: «موږ د آلمان له حکومت سره یو هوکړه لیک لرو چې په اساس یې باید هغوی موږ ته د هغو کسانو نوملړ راولیږي چې له دي هیواد څخه ایستل کیږي. موږ تر اوسه دغه شان نوملړ نه دی تر لاسه کړی.»

بلخي روښانه کړه چې د شوي تړون له مخې یو شمیر افغانان له آلمان څخه نه شي اخراجیدای: «هغه کسان چې اسیب پذیره وي، هغه کورنۍ چې د دیپورټ [اجباري اخراج] له کبله له یو بل څخه بیلیګي، هغه کسان چې د ناامنه سیمو څخه دي، ماشومان او همداراز هغه کورنۍ چې مشري یې د یوې ښځې پر غاړه وي، د هوکړه لیګ پر اساس باید دیپورت نه شي.»

«که څوک اخراج شي موږ ورسره مرسته نه شو کولای»

په اروپا کې د کډوالو د کړکیچ په اړه د یکشنبې په ورځ په بروکسل کې یوه غونډه جوړیږي او د کړکیچ د حل لارې موندلو له پاره به خبرې وشي. اروپا کې تر سوريي وروسته ډیر شمیر کډوال د افغانستان دي او د آلمان حکومت د کډوالو د نوي قانون له مخې هغه کډوال سمدستي خپل اصلي هیواد ته استوي چې د پناه غوښتنلیکونه یي نه منل کیږي.

د کډوالو چارو وزیر وایي چې وزارت یې «له هغو کسانو سره چې دیپورټ کیږي هیڅ ډول مرسته نه شي کولی». د دغه افغان چارواکي په خبره یوازې له هغو کډوالو سره مرسته کیږي چې به داوطلبانه توګه خپل هیواد ته ستنیږي. سږ کال شاو خوا ۶۰زره افغان کډوال یوازې له ایران او پاکستان څخه په داوطلبانه توګه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي او افغان حکومت هغوی ته یو څه لومړنۍ اسانتیاوي برابرې کړي دي.

اروپا دې باید د افغانستان حالات په پام کې ونیسي

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وویل چې د کډوالو په اړه په جینیوا کې د یوې غونډې پر مهال یې له آلماني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي دي: «ما له آلماني چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې حالات سم نه دي او د ناامنیو ګراف لوړ دی ځکه نو دوی باید افغان کډوال دیپورټ [اخراج] نه کړي او د ډیر شمیر افغان کډوالو غوښنتلیکونه ومني.»

Taliban Angriff in der Provinz Kundus
انځور له آرشیف څخهانځور: imago/Xinhua

بلخي وویل چې د افغان کډوالو په اړه یې له آلماني چارواکو سره خبرې کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې ډیر شمیر افغانان ومني: «تیره اوونۍ مې [په افغانستان کې] د آلمان سفیر وغوښت او له هغه سره می د دې موضوع په اړه یو ځل بیا خبري وکړي. هغه [آلماني سفیر] ما ته وویل چې زموږ د دې غوښتنې په اړه به له آلماني چارواکو سره خبرې وکړي.»

په وروستیو وختونو کې طالب یاغیانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. ناامنۍ او د افغانستان د اقتصادي ودې لویدو ډیر شمیر افغانان دې ته اړ کړي دي چې خپل هیواد پریږدي او په اروپا کې د یوه ښه ژوند په لټه شي. عالمي بلخي په افغانستان کې د ناامنیو په اړه وایي چې په جینیوا کې د انګلستان، سویدن، آلمان او نورو اروپايي هیوادونو له چارواکو سره د لیدنه پر مهال یې هغوی ته وویل چې په افغانستان کې امنیتي حالات کړکیچن دي او د ناامنیو له کبله آن افغان ولسمشر هم و نه شو کولای چې په دې غونډه کې برخه واخلي.

په سوریي کې د ناامنیو او د داعش د موجودیت له کبله د دې هیواد کډوال په آلمان او نورو اروپايي هیوادونو کې له ډیرو ستونزو پرته منل کیږي. بلخي په افغانستان کې هم د داعش ډلې حضور ته په اشاره کولو سره وویل: «دا ډله د افغانستان په ختیځو برخو کې حضور لري. داعش هلته هره ورځ ناامنیو ته لمن وهي، انسانان وژني او اعداموي یي. دا هغه ستونزي دي چې په سوریي کې هم شته او په ځینو پیښو کې په افغانستان کې له سوریي څخه هم شدیده دي. زه هیله من یم چې هغوی [د اروپايي ټولنې چارواکي] به دا موضوعات په نظر کې ونیسي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب