1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان وزیر له چاودنې ژوندۍ ووت

۱۳۹۱ تیر ۲۵, یکشنبه

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر، د یکشنبې په ورځ د سړک د غاړې د یوه ماین له برید څخه ژوندۍ ووت. دا په تیرو دریو ورځې کې پر افغان لوړ پوړو چارواکو باندې دریم برید دﺉ.

https://p.dw.com/p/15XzD
انځور: Reuters

عبید الله عبید د افغانستان په شمال کې د بغلان-کندز پر لویه لاره د سفر په حال کې وو چې د موټرو قطار ئې د سړک د غاړې پر یوه ماین برابر شو.

په دې پېښه کې ښاغلي عبید ته زیان و نه رسید خو دوه تنه پولیس چې د هغه د موټرو له قطار سره روان ول ټپیان شول. د بغلان ولایت والي منشي عبدالمجید، د دې پېښې پړه پر طالبانو باندې اچولې ده.

په یوه بله پېښه کې د دوو چاودنو له کبله ۱۴ تنه د لوگر په ولایت کې ټپیان شول. امنیتي چارواکو ویلي دي چې تر لومړۍ چاودنې وروسته دویمه چاودنه هغه وخت وشوه چې پولیس د پېښي سېمې ته د پلټونو له پاره راغلل. د لوگر ولایت د پېښې ډیری قربانیان امنیتي ځواکونه ول.

پرله پسې بریدونه

په تیرو دریو ورځو کې په افغانستان کې پر دریو لوړ پوړو دولتی چارواکو بریدونه تر سره شوي دي. چې تر ټولو خونړۍ پېښه ئې د شنبې په ورځ د سمنگانو په ولایت کې رامنځ ته شوه. په دې ترڅ کې یوه ځانمرگي برید د ولسي جرگې د یوه غړي په گډون شاوخوا شل تنه ووژل.

دا پېښه د سمنگانو په ولایت کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې برید کوونکي د افغانستان د پارلمان د غړي احمد خان، د لور د واده په مراسمو کې خپل ځان وچاوه.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ هم د لغمان ولایت د ښځو د چارو د ادارې مشره د یوه بم د چاودنې له کبله وژل شوې وه. په دې پېښه کې د هغه میړه او لور هم سخت ټپیان شوي ول.

د سړک د غاړې ماینونه او ځانمرگي بریدونه د طالبانو تر ټولو پیاوړې وسله بلل کیږي خو په دې بریدونو کې ډیر وخت ملکي وگړي وژل کیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض