1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ولسمشر حامد کرزی د المان په سفر روان سو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی، له یوه لوړ پوړي افغان پلاوي سره یو ځای د سه شنبې په ورځ سهار(د می د میاشتي ۱۵مه نیټه) د المان پر لور روان سو. ولسمشر کرزی به په دې سفر کي له المان سره د ستراتیژیکو همکاریو یو سند لاسلیک کړي.

https://p.dw.com/p/14vfi
انځور: DW

د افغان ولسمشر مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چي ولسمشر کرزی به د افغانستان او المان تر منځ ستراتیژیک سند د المان له صدر اعظمي انکيلا میرکل سره لاسلیک کړي.

له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک، د امنیتي چارو مشاور داکتر رنګین دادفر سپنتا او یو شمیر نور افغان لوړ پوړي چارواکي مل دي.

په پلان کي ده چي ولسمشر کرزی به په دې سفر کي د المان د بهرنیو چارو له وزیر ‎ګیدو ویستر ویله او ددغه هيواد د پرمختیا له وزیر سره هم خبري اتري وکړي.

کرزی به په دې سفر کي له الماني چارواکو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراخولو پر سر هم خبري اتري وکړي.

ولسمشر کرزی به له المان سره د ستراتیژیک سند تر لاسلیکولو وروسته شیکاګو ته ولاړ شي او هلته به د ناټو په عمومي غونډه کي ګډون وکړي.

افغانستان تر دې مخکي له ډیرو نورو هیوادونو سره هم ستراتیژیک سندونه لاسلیک کړي دي.

د رواني میاشتي په لومړیو ورځو کي ولسمشر اوباما افغانستان ولاړ او هلته ئې د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ. افغانستان او امریکا له ډیر وخت راهیسي د دې سند پر سر په خبرو اترو بوخت ول.

ډیر شمیر کارپوهان په دې اند دي چي د افغانستان او نورو هیوادونو تر منځ ستراتیژیک سندونه افغانستان ته تر ۲۰۱۴ کال وروسته یو ډول تضمین ورکوي، چي یوازي نه پریښودل کیږي.

خو یو شمیر نور کارپوهان بیا دا نظر ردوي او وایي چي دا سندونه یوازي نمایشي بڼه لري او نړیواله ټولنه له افغانستان څخه وتلو ته لاره هواري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل