1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ولسمشر حامد کرزی مسکو ته روان دی

۱۳۸۹ دی ۲۶, یکشنبه

د ارګ يوه وياند سيامک هيروي وويل چي ولسمشر کرزی د يوه رسمي سفر په ترځ کي روسيي ته ځي او هلته به د روسيې د مشر ديميتري ميدويدف ، د دوما ( پارلمان) له غړو او يو شمير نورو چارواکو سره ليده کاته وکړي.

https://p.dw.com/p/Qshj
د روسيې جمهورريس ديميتري ميدويدف او افغان ولسمشر حامد کرزی
د روسيې جمهورريس ديميتري ميدويدف او افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: picture-alliance / dpa

د ولسمشر کرزي سره په دغه سفر کي د هغه د کابيني يو شمير غړي او ديپلوماتان هم شامل دي.

روسيې ته دولسمشر کرزي سفر پر داسي محال تر سره کيږي چي افغانستان روان کال له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي مسوليتونو د اخيستلو لړۍ رسماً پيلوي.

امريکا او غربي متحدين يي هڅه کوي چي افغان ځواکونه د بل هر وخت په پرتله اوس ډير مسوليت پذيره کړي او له همدي امله ورته د مسوليتونو د سپارلو لړۍ هم پيليږي.

افغان دولت چي پوځ يې اوس هم تر ډ يره ځايه روسۍ وسلي اوتجهيزات کاروي پر داسي محال له مسکو سره په اړيکو کي نږدوالي راولي چي واشنګټن هڅه کوي پر افغان دولت د بي کفايتۍ او اداري فساد له امله خپل فشارونه زيات کړي.

روسيه يو له هغو هيوادونو شميرل کيږي چي د طالبانو د واکمنۍ تر نسکوريدو وروسته يي له افغانستان سره په پوځي ډګرکي ډيري مرستي کړي دي.

دمګړی د کابل او مسکو تر منځ يو شمير داسي قرار دادونه هم سوي چي له مخه به يي مسکو د افغانستان وسله والو ځواکونو ته روسۍ چورلکي او کلاشينکوفونه ورکوي.

جمهوري ريس کرزي په وار وار خپلو غربي متحدينو ته ګواښ کړی وو چي که د ده له وسله والو ځواکونو سره د پام وړ مرسته و نه کړي دی داسي سرچيني لري چي بيا له هغوی څخه مرسته وغواړي.

که څه هم ولسمشر کرزي د دغه ډول کوم هيواد نوم نه وو اخيستی خو د سياسي چارو کارپوهان د هغه د دغو څرګندونو اشاره مسکو ته ګڼي.

واشنګټن تر ډيره د کابل اومسکو ترمنځ د اړيکو ښه والي ته چندان خوشبينه نه دی، او د کابل او مسکو د اړيکو په نږدې کيدو انديښمن دی.

خو افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چي دی يو مستقل ولسمشر دی او کولای سي د نړۍ له هري برخي خپل هيواد ته د مرستي غوښتنه وکړي.

د سياسي چارو شنونکي مسکو ته د ولسمشر کرزي سفر په اوسنيو شرايطو کي ډير حساس ګڼي.

د سياسي چارو شنونکي مراد بهزاد دويچه ويله ته وويل چي ولسمشر کرزی هڅه کوي په خپل دغه سفر کي د ايران پر دولت د مسکو له لوري فشار راوړي تر څو افغانستان ته د هغوټانکرونو د تګ په وړاندي خنډونه لري کړي چي د تير کال له ورستيو ورځو راهيستي درول سوي دي.

د بهزاد د وينا له مخه چي روسيه او ايران ښي اړيکي لري او کابل هڅه کوي چي د دغي ستري لانجي د هوارولو لپاره د روسيي له ځواک څخه کار واخلي.

روسيه او افغانستان اوږدي تاريخي اړيکي لري او يو مهال يي په افغانستان کي شاوخوا يوسل او پنځوس زره پوځي لښکري لرلي.

د يادوني وړ ده چي کرزی د روسيې د جمهورريس ديميتري ميدويدف په رسمي بلنه هغه هيواد ته سفر کوي.

ميدويدف د په ليزبن کي د ناټو په غونډه کي ولسمشر کرزي ته مسکوته د ورتگ بلنه ورکړې ول.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل