1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ولسمشر حامد کرزی پلار شو

۱۳۸۵ بهمن ۶, جمعه

د افغان ولسمشر مېرمن زينت کرزۍ زوی ته ژوند وروباخښه. دا د 49 کلن حامد کرزي لومړی ماشوم دی چې د ميرويس نوم يې پرې کښېښود. حامد او ډاکترې زينت کرزي نهه کاله پخوا واده کړی و.

https://p.dw.com/p/DKB1
انځور: AP
ميرويس د رابعه بلخي په روغتون کې د پنج شنبې په ورځ نړۍ ته سترگې وغړولې. د ولسمشر وياند کريم رحيمي وويل چې ميرويس روغ دی او وزن يې هم برابر دی. ده زياته کړه چې ولسمشر حامد کرزی ډېر خوشحاله دی. کرزی د 2004 م کال په ټاکنو کې د افغانستان ولسمشر ټاکل شوی و.