1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ولسمشر لندن ته روان سو

۱۳۸۹ اسفند ۹, دوشنبه

بريتانيا ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي دغه سفر په داسي حال کي صورت مومي چي هغه د اوني په سر کي يوځل بيا د ترهګري پر ضد د مبارزي د څرنګوالي پر سر پر خپلو لويديځو متحدينو باندی سختي نيوکي وکړی

https://p.dw.com/p/R4kA
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د خپل هيواد په هوايی ډګر کی د بدرګی په حال کی ليدل کیږی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د خپل هيواد په هوايی ډګر کی د بدرګی په حال کی ليدل کیږیانځور: picture alliance / dpa

د افغانستان د ولسمشر يو وياند سيامک هروي د وينا له مخي ، ولسشمر حامد کرزي نن له خپل هيواد څخه د بريتانيا په لور وخوځيد، چيرته چي د هغه هيواد له صدراعظم، ديوید کمرون، د بريتانيا له پارلماني غړو، د بهرنيو چارو او د دفاع له وزيرانو سره وويني.

سيامک پرون وويل چي افغان حکومت ته د امنيتي مسوليت د سپارل له بريتانوي مشرانو سره د کرزي د خبرو اترو مهمه موضوع جوړوي. سر بيره پر دي هغه به په لندن کي د افغانستان د لاسي صنايعو يو نندارتون هم پرانيځي.

بريټانيا ته د ولسمشر سفر پر داسي مهال پلان سوي چي راتلونکو ورځو پوري به د لومړي ځل لپاره د دوو شمالي ولايتونو امنيتي چاري افغان حکومت ته وسپارل سي.

له بهرنیو عسکرو افغان قواوو ته د مسولیتونو د سپارلو دغي پروسي ته د «امنیت د لیږد» د پروسي نوم ورکړ سوی.

د ولسمشرۍ یوې سرچینې نن دویچې ویلی ته وویل چی ښاغلی کرزی به په خپل دغه سفر کی د بریټانیا له لومړي وزیر او د دغه ملک له یو شمیر نورو کلیدي مشرانو سره وګوري.

لندن ته د افغان حکومت د دغۍ عالی رتبه پلاوی د تګ مهال ویش پر داسي مهال جوړ سوی چی څو ورځي دمخه په پاکستان کی د طالبانو د ړنګي سوي واکمنۍ پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم بریټانیا ته رسیدلی دی.

د نوموړي هيواد ټایمز او تلګراف ورځپاڼو لندن ته د ضعیف سفر د بریټانوي او طالب قوماندانانو تر منځ د جوړ جاړي د تر سره کیدو په موخه بللی وو هغه ادعا چی وروسته بیا ښاغلي ضعیف رد کړه.

خو پوښتنه دلته ده چی ایا لندن ته د ولسمشرکرزي دغه سفر به له طالبانو سره د سولې د هغو خبرو د کړۍ یوه برخه نه وي چې برهان الدین یی مشري کوي که څنګه؟

په اړه یی د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچیني معلومات نه درلودل.

بریټانیا چی د افغانستان په سویل کی په زرګونو تنه سرتیري لري او تیر کال ورته د طالبانو له واکمنۍ را وروسته تر ټولو خونړۍ وو اوس په دی لټه کی ده چی له امریکايي ځواکونو سره جوخت په افغانستان کی خپل ماموریت پای ته ورسوي.

خو هم زمان بهرنی قوماندانان د پسرلې په را رسیدو او د یاغیانو د بریدونو د نوې څپې له پیلیدو څخه هم څه نا څه اندیښمن دي.

طالبان هر کال د هوا په تودیدو له خپلو خوندي ځایونو را وزي او جګړو ته زور ورکوي.

ویل کیږي چی ولسمشر کرزی به د بریټانیا په سفر کی د دغه ملک له چارواکو غوښتنه وکړي چی ځواکونو ته یی د ناټو په معیار برابر جګړیز توکي او وسایل برابر کړي.

دا هغه غوښتنه ده چی شاوخوا هر ځل کرزي له بهرنیو چارواکو سره د پټو او عامو لیدو کتو پر مهال مطرح کړي ده .

افغان دولت د خپلو سرتیرو لپاره دغه وسایل هغو ننګونو ته د ځواب یوه برخه بولي چی په قوي احتمال به د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته ورسره مخامخ سي.

تیره اونۍ د ناټو یوه ویاند هم ومنله چی د امنیت د لیږد د پروسي سره جوخت به یو لړ بي نظمي رامنځ ته سي.

خو اوس داسي بریښي چی افغان دولت هم له مخالفو زور پالو سره د خبرو او همدا راز د خپلو سرتیرو د تجهیز لپاره د بریټانیا او امریکا مرستو ته اړتیا لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچیني وایی چی که څه هم له کرزي سره په دغه سفر کی د امنیتي برخي مشران ملتیا نه کوي خو د انتقال پروسه او له طالبانو سره د روغي جوړي برنامه د کرزي د سفر عمده برخه جوړوي.

دغه سفر په داسي حال کی صورت مومي چی د کابل او غرب تر منځ د اړیکو پر آسمان یو ځل بیا تیره اونۍ تتي وریځي را خپرې سوي.

تیره اونۍ ولسمشر کرزي په خپله اونیزه راډيويي ویناکی له ترهګرۍ سره په روانه جګړه کی په خپلو نږدې متحدینو نیوکه وکړه چی له خپلي اصلي موخي ګرزیدلي او په نورو چارو بوخت دي.

کرزي غربیان متوجه کړل چی د ترهګرو اصلي پټن ځایونه دي له مینځه یوسي کوم چی د ولسمشر پر وینا اوس یی هم ناټو او هم ایساف ځواکونه دقیق آدرسونه په لاس کی لري.

کابل/ میرویس جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکیم