1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ولسمشر هند ته په سفر ځي

د فرانسې خبري آژانس/ سید ریاض۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

د افغان ولسمشر ویاند ویلي دي چې کرزی به هند ته په خپل درې ورځني سفر کې له هند څخه د پوځي مرستو د ډیریدو غوښتنه وکړي او د پاکستان سره د پولې په سر وروستۍ نښتې به هم تر بحث لاندې ونیسي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/18aj8
انځور: AP

د اونۍ په پای کې د «ټایمز آف انډیا» نومې هندي ورځپاڼې په هند کې د افغانستان د سفیر له قوله ویلي وو چې افغانستان د تجهیزاتو او وسلې په برخه کې د هند مرستې ته اړتیا لري. تر دې وروسته د «ټرسټ آف انډیا» نومې ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله ویلي وو چې هیواد یې د دغسې مرستو ورکولو ته چمتو دی.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د مې اتلسمه) ویلي وو: «هو! موږ به د خپلو پوځونو د پیاوړي کولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړو.» خو د هندوستان د رپوټونه په اړه هغه کومه تبصره و نه کړې. دغه سفر د دوشنبې له ورځې څخه پیلیږي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې هند ته د افغان ولسمشر دغه سفر د پاکستان د ناراضي کیدو سبب ګرځیدلای شي، په ځانګړې توګه که چیرې له هندوستان سره د وسلو په برخه کې کومه معامله وکړي.

افغانستان او هندوستان په ۲۰۱۱م کال کې د ستراتیژیکو همکاریو یو سند هم لاسلیک کړی دی، چې په هغې کې د هندوستان له لوري د افغان پوځونو روزنه هم شامله ده. فیضي د شنبې په ورځ دې خبرې ته اشاره وکړه چې کرزی به د همکاریو د پراخیدو غوښتنه وکړي. «زموږ افغان امنیتي ځواکونه چې هر رنګه ملاتړ او مرستې ته اړتیا ولري، هند به له موږ سره مرسته وکړي.»

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد او د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی، وایي چې ښایي هندوستان ته د ولسمشر کرزي سفر له پاکستان سره د وروستیو نښتو سره تړاو ولري.

دواړه اړخونه پر یو بل باندې د پولې له بلې غاړې د بریدونو تورونه پوري کوي، چې د روانې میاشتې په سر کې د وروستۍ نښتې پر ترڅ کې یو افغان سرتیری ووژل شو. پر دې سربیره دواړه هیوادونه پر یو بل باندې یاغیانو ته د پټنځایونو د ورکولو تورونه هم پورې کوي.

صافي د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې زیاته کړې ده: «ښایي کرزی دا وخت ګاونډي هیواد پاکستان ته دا ښودل غواړي، که چیرې هغوی په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې برخه نه اخلي، نو هغوی کولای شي چې د هندوستان سره خپلې اړیکي پراخه کړي، له کوم سره چې د ډیر وخت راهیسي پاکستان مخالفت کوي.»

صافي په دې اړه خبرداری ورکړ، چې له هندوستان سره به د پوځي همکاریو غځول ښایي یوازي ترینګلتیا لا پسې ډیره کړي. هغه زیاته کړه «معلومه خبره ده، دا به پاکستان په قهر کړي.»