1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پارلماني استازي ايران ته له خپل سفر څخه راضي نه دي

۱۳۹۰ مرداد ۱۰, دوشنبه

ايران ته له يو وروستي سفر څخه وروسته د افغانستان د پارلمان يو پلاوي وويل چي «ايراني مشران افغانستان يو اشغال شوي هيواد بولي». دغه پلاوي ايران ته خپل سفر ناکام بللي او وويل ايراني لوري هغوي ته په درنه سترګه ونه کتل

https://p.dw.com/p/128WA
د افغانستان پارلمانی یوه غونډه (آرشیف)
د افغانستان پارلمانی یوه غونډه (آرشیف)انځور: DW

د افغانستان د مشرانو او ولسي جرګو يو ګډ پلاوي پارلمان ته په خپل يو وړاندي شوي رپوټ کي وويل چي له ايراني چارواکو او پارلماني استازو سره په ليدنو کتنو کي له هغسي يو چلند سره مخامخ شو چي ډير«آمرانه» ښکاره کيده.

د افغانې پلاوي څخه زلمي زابلې چي ايران ته يي سفر کړي ؤ د مشرانو جرګي د يکشنبې د ورځي په غونډې کي وويل چي د ايران د پارلمان ځينو استازو له دوي سره ښه چلند ونه کړ، لکه چي د يو رسمي ميلمه پلاوي سره بايد وشي.

زابلي وويل چي ځينو ايراني استازو داسي ګمان کاوه چي ګواکي افغان پلاوي په دي نيت ايران ته راغلي ترڅو له «امريکايانو» څخه دوي ته شکايت وکړي. هغه وويل د ايران د پارلمان له غړو سره په يوه ګډه غونډه کي يو ايراني استازي افغان پلاوي ته وويل چي «افغانستان يو اشغال شوي هيواد دي.»

د افغانستان د پارلمان يو لوړ پوړي پلاوي څه د پاسه يوه اوني مخکي ايران ته تللي ؤ چي د يو شمير ايراني چارواکو سره بيره، د ايران د استازو د مجلس له ځينو غړو سره هم وليدل.

د دغه پلاوي په وينا، د ايران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه د بهرنيو چارو مشاور، بروجردي د دي پر ځاي چي د افغان پلاوي د سفر اصلي هدف د ايران د مجلس استازو ته روښانه کړي وويل چي چي ګواګي «د افغانستان استازي د امريکايانو په مخالفت ايران ته راغلي دي.»

د ښاغلې زابلې په وينا د افغانستان استازو د ايرانيانو د دي خبري په ځواب کي وويل چي افغانستان يو اشغال شوي هيواد نه دي بلکي نړيواله ټولنه د ملګروملتونو د پريکړي پر اساس په افغانستان کي شتون لري.

همدارنګه نوموړي وويل چي د ايران د هيواد ټولو چارواکو چلند «آمرانه» ؤ. زابلي وويل چي ايرانيانو په خپلو ليدنو کتنو کي دوي ته وويل: « افغانان بايد له امريکايانو سره ستراتيژيک تړون لاس ليک نه کړي.». هغه وويل له يو ميلمه پلاوي سره په دغه لهجه خبري کول د دي معني لري لکه چي څوک خپل لاس لاندي ته هدايت ورکوي، چي څه وکړي او څه ونه کړي.

ايران په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو او د ناتو له پوځي شتون سره خوښ نه دي. تهران په وار وار ويلي دي چي « د نړيوالو ځواکونو پوځي حضور په سيمه کي بي ثباتي رامنځ ته کړي او د ترور لمن يي نوره هم پراخه کړي ده.»

د متحده ايالاتو او د ناتو لوړ پوړو پوځيانو په خپل وار سره ايران باندي تور لګوي چي په افغانستان کي ياغيانو ته پوځي مهمات برابروي.

افغان سناتوران چي ايران ته تللې ؤ د خپل هيواد پارلمان ته په خپل وړاندي شوي رپوټ کي وويل چي هغوي په خپل وار سره ايراني لوري ته د افغانستان په کورنيو چارو کي د ايران په شمول د ګاونډيو د لاس وهنو څخه انديښنه څرګنده کړه. د هغوي په رپوټ کي دا هم ويل شوي چي د ګاونډيو هيوادونو لاس وهني ښايي د لويديځ ځواکونو د حضور موده نوره هم اوږده کړي.

مولوي عبدالوهاب عرفان يو له هغو سناتورانو څخه دي چي ايران ته د استول شوي پلاوي کي يي ګډون درلود. هغه د مشرانو د جرګي عمومې غونډي ته يي د رپوټ ورکولو پر مهال وويل: « زمونږ پلاوي د ايران له خوا افغانستان ته د وسلو د استولو موضوع مطرحه کړه. او ايراني لوري ته مو د پوځي مداخلو په هکله خپل انديښنه څرګنده کړه»

عرفان وويل چي ايراني لوري ته وويل شول چي په افغاسنتان کي ځيني وسلي نيول شوي دي چي « ايراني مارکه لري.»

ايران که څه هم په افغانستان د امريکا متحده ايالاتو تر مشري لاندي د نړيوال پوځي ايتلاف له شتون سره مخالف دي خو په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره رسما ښي اړيکي ساتلي دي.

سيرت/ شمس الرحمن ناصر

کتونکي: عبدالباري حکيم