1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پارلمان ستراتیژیک تړون تصویب کړ

۱۳۹۱ خرداد ۶, شنبه

افغان پارلمان د شنبې په ورځ د کابل او واشنگټن تر منځ د اوږد مهاله همکاریو ستراتیژیک تړون تصویب کړ او له دې کار سره تر ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د یوې لسیزي له پاره د متحده ایالاتو حضور ته لاره پرانیستل شوه.

https://p.dw.com/p/152o3
انځور: AP

په ولسي جرگه کې د پلازمینې کابل استازي داود کلکاني وویل چې دا کار د افغانستان د گټو په پام کې نیولو سره تر سره شوی دئ. د داود په خبره په پارلمان کې نن ۱۸۰ استازو گډون درلود او یوازې څلورو تنو استازو د دغه سند په حق کې مخالفه رایه ورکړه.

د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ دغه تړون د مې د میاشتې په دویمه نیټه په کابل کې د بارک اوباما او افغان ولسمشر حامد کرزي تر منځ لاسلیک شو.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې له۷۰ څخه ډیرو استازو تیره اونۍ غوښتي ول چې باید د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک تړون پر سر رای اچونه وشي. د ولسي جرګې د یو شمیر استازو په خبره، ایران او پاکستان هڅه کوله چې د دغه تړون د تصویب مخه ونیسي.

افغان حکومت په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان پارلمان ته دوه لیکونه استولي ول او ورڅخه ئې غوښتي وو چې د ستراتیژیک تړون پر سر رای ګیري وکړي. د افغانستان د پارلمان د یوې غړې وژمه ساپۍ، په وینا ایران په وروستیو ورځو کې د پارلمان غړو ته پیسې ورکولې چې د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون رد کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازي محمد صالح سلجوقی، دویچه ویله المان غږ ته د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د ولسي جرګې استازي د ستراتیژیک تړون د موافقینو او د هغه د مخالفینو په ډلو باندې ویشل شوي دي:

«په ولسي جرگې کې دوه بیلابیل محورونه رامنځ ته شوي دي. یوه ډله هڅه کوي چې دغه سند تصویب کړي او یوه بله ډله هڅه کوي چې دا سند رد کړي.»

یو شمیر استازو د چهار شنبې په ورځ د ولسي جرگې عمومي غونډې ته ویلي ول چې ایران، په وزیر اکبر خان کې یو شمیر کورونه په کرایه نیولي دي او هلته د پارلمان یو شمیر استازو ته پیسې ورکوي چې ستراتیژیک سند رد کړي.

د ولسي جرگې یوې استازې لیلما ولي حکیمي، په دې اړه داسې ویلي وو: «زه نه پوهیږم چې وکیل صاحبان کومې شخصي ستونزې لري؟ هیله کوم د ملت موضوع په پام کې ونیسئ نه خپله شخصې موضوع. په وزیر اکبرخان او کارته سې کې معاملې کیږي. که یو څوک چې له میلیونونو کسانو څخه ئې رایې تر لاسه کړي وي، خپل ځان په لس زرو ډالرو وپلوري، ایا دا د شرم ځای نه دئ؟»

خو نن بالاخره د پارلمان غړو د رایو په اکثریت سره دغه ستراتیژیک سند تصویب کړ او هغو ټولو ناندرو او گنگوسو ته چې د دغه ستراتیژیک سند په اړه کیدې د پای ټکی کیښودل شو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش