1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پوځ به تر ۲۰۱۶ کاله يوسل او پنځوس الوتکي ولري

۱۳۹۰ مهر ۲۴, یکشنبه

افغان هوايي ځواکونه چي د پوځيانو د ملاتير بلل کيږي لا هم د الوتکو له شديد کمښت سره مخ دی، په داسي حال کي چي په تيرو څو کلونو کي افغانانو په وار وار له نړيوالي ټولني په دغه برخه کي د مرستي غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/12srO
« د هوايي قواوو پرته زموږ اردو نيمګړی او ناقص دی»
« د هوايي قواوو پرته زموږ اردو نيمګړی او ناقص دی»انځور: DW/Arkadi Dubnow

په لومړي سر کي پتيل سوې وه، چي افغان ځواکونه به په تدريجي توګه د بهرنيو سرتيرو څخه مسوليتونه تر لاسه کوي او ددغه هدف لپاره د افغانستان د پوځ پر چټکي روزني او سمبالولو ټينګارکېدی.

خو داسي ښکاري چي د امريکي متحده ايالتونه او افغان حکومت تر اوسه خپلي دغي موخي ته ندي رسيدلي، په داسي حال کي چي د زور پالو بغاوتونه د هري ورځي په تيريدو زور اخلي.

د ملي پوځ د جګړې د ليکو قوماندانانو په وار وار شکايت کړی، چي دوی ددښمن په پرتله په ضعيفو وسلو سمبال دي، او هوايي ځواک هم د پليو سرتيرو د ملاتړ جوګه ندی.

د افغانستان د هوايي قل اردو قوماندان وايي، چي ښايي تر ۲۰۱۶کال پوري د امريکا او ناټو له خوا افغانستان ته يو سل او پنځوس چورلکي او ترانسپورتي الوتکي ورکړي، په داسي حال کي چي افغانستان ۲۶۰ډول ډول الوتکو ته اړتيا لري، چي مهمه برخه يي جنګي الوتکي جوړوي.

د افغان هوايي ځواکونو قوماندان وايي، که دغه شمېر الوتکي، چي دوی يې غوښتنه کوي افغان پوځ ته په واک کي ورنه کړل سي، اوسنی پوځ ناقصه دی.

« د هوايي قواوو پرته زموږ اردو نيمګړی او ناقص دی، همدا هوايي ځواکونه دي، چي له شنه اسمان څخه ساتنه کوي، هوايي قواوي دي، چي دښمن ضعيفه کوي او ضربه ورکوي او د جګړې په ډګر کي پليو ځواکونو ته لار پرانيزي».

د نوموړي په وينا چي هوايي ځواک د ملک د فضايي حريم پر ساتلو سربيره د بهرني ګواښ په وړاندي هم ښه رول لوبولای سي.

دمګړۍ د افغانستان د هوايي حريم مشرتوب د بهرنيو ځواکونوپه لاس کي دی، او هر راز ناستي پاستي د دوی په امر کيږي.

د هوايي ځواکونو قوماندان په خبره، دوی له امريکا سره په ستراتيژيک تړون کي د اف شپاړس ډوله جنګي الوتکو د درلودو غوښتنه کړې خو امريکا يي له ورکړي اوږه تشه کړې.

واشنګټن وايي دغه ډول الوتکي په ساعت کي اوه زره امريکايي ډالره لګښت لري، چي افغان دولت يي په اوسنۍ اقتصادي وړتيا د ورکولو توان نه لري.

خو د هوايي ځواکونو د قوماندان د وينا له مخي، چي دوی دمګړی يوازي د ګوتوو په شمير ترانسپورتي الوتکي لري، چي ځيني يي د روزنيزو موخو لپآره د شينډنډ او مزار شريف په هوايي ډګرونو کي په فعاليت بوختي دي.

د پوځ د دغه جنرال په خبره که چيري، نړيواله ټولنه د دوی دا غوښتنه چي تر ۲۰۱۶کال پوري د يوه مجهز هوايي ځواک د درلودو هيله لري پوره نه کړي، نو امکان لري چي د امنيتي مسوليتونو د ليږد بهير هم زيانمن سي.

د دغه بهير لومړی پړاو بشپړ سوی او ټاکل سوې، چي په راتلونکو څو ورځو کي يي دوهم پړاو پيل سي.

دا به يوازي کورني ځواکونه وي، چي له ۲۰۱۴کال وروسته هغه مهال چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي د خپل ملک امنيتي واګو ته اوږه ورکوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زیارمل