1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پوځ له نوي ماموریت سره مخامخ دﺉ

۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت د پوځ لیکو ته د دښمن د نفوذ او همدا راز د زور پالو له لوري خپل اړخ ته د سرتیرو د را اړولو د مخنیوي له پاره نوي تدبیرونه تر لاس لاندې نیولي دي.

https://p.dw.com/p/157O0
انځور: veneratio/Fotolia

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې پس له دې له ټولو هغو سرتیرو څخه چې په رخصتي کورونو ته ځي، دندې ته تر راستنیدو وروسته څیړنې کیږي.

دا څیړنې د دې له پاره دي چې معلومه شي دغو سرتیرو په رخصتیو کې څه کړی دﺉ، له چا سره ئې لیدلي دي او ایا د زور پالو تر روحیاتي اغیزو لاندې راغلي دي او که نه؟

د دفاع وزارت په خپلو لیکو کې د زور پالو له نفوذ څخه اندیښمن دئ. تیر کال د اردو په څو مرکزونو کې له زور پالو سره تړاو لرونکو سرتیرو پر خپلو کورنیو او بهرنیو روزونکو ډزې وکړې او مرگ ژوبله ئې رامنځ ته کړه.

په همدې حال کې رسنیو داسې راپورونه هم ورکړي دي چې وسله وال یاغیان غواړي چې په روان کال کې د خپلو بریدونو مخه افغان امنیتي ځواکونو ته راواړوي.

د افغان پوځ قوماندانان له خپلو سرتیرو سره پر دې خبرې کوي چې څرنګه له خلکو سره ښه چال چلند غوره کړي او څرنګه ځانونه د هغوی له ملاتړ څخه برخمن کړي. د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون قوماندان عاشق الله، وایي:

«زموږ د پرسونل مورال ډیر لوړ دئ. له خلکو سره ښه برخورد کوو. د هغوي زړه په لاس راوړو او د وطن دښمن به دې ته پرې نږدو چې زموږ خلک وځوروي او د هغوي ژوند ګډ وډ کړي.»

د پوځي چارو کارپوهان په دې اند دي چې که چیرته د افغان پوځیانو جګړییز مورال لوړ نه وي او خلک پرې اعتماد و نه لري نو هغوی نه شي کولای چې خپلو موخو ته ورسیږي.

دا یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د مورال ټیټوالی نه دئ چې کارپوهان ئې په اړه اندیښنه لري، د پوځ له لیکو څخه د سرتیرو تیښته یوه بله لویه ستونزه ده چې د افغانستان د دفاع وزارت ورسره مخامخ دئ. متقاعد پوځي جنرال عتیق الله امرخیل په دې اړه وایې:

«که د پوځ له لیکو یو سرتیری هم فرار وکړي هغه پر نورو سرتیرو او د هغوی پر مورال بدي اغیزې اچولای شي.»

رپوټونه ښيي چې په سوو سرتیري یوازي تیر کال د افغان ملي پوځ له لیکو تښتیدلي دي او یا هم خپلو رخصتیو ته له تګ وروسته بیرته دندې ته نه دي ستانه شوي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش