1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پوځ: په هوایي برید کې لږ تر لږه ۴۰ داعشیان وژل شوی

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۲۷, جمعه

افغان پوځ ویلي دي چې په ننګرهار ولایت کې یې د اسلامي دولت ډلې پر ضد پیاوړي هوایي عملیات کړي دي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۴۰ یاغیان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IWGo
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري، ویلي دي چې دغه هوایي برید د پنجشنبې په ورځ ناوخته په اچین ولسوالۍ کې ترسره شوی دی چې په پایله کې ډیر شمیر یاغیان ټپیان شوي هم دي.

د اچین ولسوال غالب مجاهد، ویلي دي چې دغه هوایي برید د اسلامي دولت یاغیانو یوه غونډه چې په «پخه لته بند» سیمه کې روانه وه په نښه کړې ده.

د دغه افغان چارواکي په خبره په برید کې ډیر شمیر وژل شوي کسان بهرني جنګیالي وو. چارواکو زیاته کړې ده چې د سیمې اوسیدونکو د وژل شویو کسانو مړي د اسلامي دولت نورو نجنګیالیو ته سپارلي دي.

د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په وروستیو وختونو کې افغانستان په ننګرهار ولایت کې یو څه حضور موندلی دی. په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او اسلامي دولت غړو تر منځ ډیر وخت جګړې هم شوی دی. په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې ډیر شمیر غړي له طالبانو څخه جلا شوي یاغیان دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب