1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پوځ ډېر نور کلونه مرستو ته اړ دئ

۱۳۹۴ بهمن ۹, جمعه

په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو نوي قوماندان ويلي دي، تر هغه وخته پوري چي افغان پوځ په دې توانيزي چي په يوازي سره عمل وکړي ډېر نور کلونه د امريکا متحدو ايالاتو مرستو ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/1Hldy
انځور: Reuters/A. Malik

جنرال جان نيکلسون د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۸مه) په واشنگټن کي د امريکا سنا ته وويل چي «افغانان زېږېدلي جنگيالي دي.» خو هغه زیاته کړه چي د پوځ رغول ئې، په ځانگړې توگه د هوايي ځواک برخه کي ډېر وخت غواړي.

هغه د امريکا سنا ته وويل: «له ډېرو پرمختگونو سره سره به موږ په ځينو برخو کي کلونه وخت وغواړو، په ځانگړې توگه د هوايي ځواک په برخه کي.»

هغه دغه راز ويلي دي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هيواد امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی.

نيکلسون چي په افغانستان کي د جنرال کمپبل ځای نيسي او د افغانستان تجريبه لري، سنا ته ويلي دي چي په افغانستان کي د خپلي دندې تر پيلېدو ۹۰ ورځي وروسته به دا وارزوي چي په افغانستان کي مېشت ځواکونه بسنه کوي که نه.

امريکايي جنرال جان نيکلسون
امريکايي جنرال جان نيکلسونانځور: picture-alliance/dpa/M.L. Sprenkle/U.S. Army

کمپبل ۱۸ مياشتي په افغانستان کي د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په توگه کار وکړ. هغه د تير مېلادي کال په دسمبر مياشت کي اعلان وکړ چي امريکا نه غواړي په افغانستان کي ځواکونه ډېر کړي.

خو اوباما د تيرکال په اکتوبر مياشت کي ژمنه وکړه چي په افغانستان کي مېشت ۹۸۰۰ امريکايي عسکر به د ۲۰۱۶م کال تر پايه پوري پاته سي، او تر هغه وروسته به دغه شمېر ۵۵۰۰ ته راکښته سي.

د کمپبل له څرگندونو داسي ښکاري چي په افغانستان کي خراب امنيتي وضعيت ته په کتو سره د امریکايي ځواکونو ډېرښت امکان لري.

امريکا متحدو ايالاتو او متحدانو ئې د ۲۰۱۴م کال په پای کي په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت پای ته ورساوه او د افغانستان ټول امنيتي مسئوليت ئې افغان امنيتي ځواک ته وسپاره.

له هغه وخت راهيسي په افغانستان کي مېشت امريکايي او ناټو ځواکونه د افغان امنيتي ځواک روزنه پر غاړه اخيستي، هغوی ته سلا مشورې ورکوي او د تروريزم پر وړاندي مبارزه کي ئې ملاتړ کوي.

خو له وسله والو طالبانو سره په مبارزه کي د افغان امنيتي ځواک د وړتيا په برخه کي اوس هم اندېښنې موجودي دي.